د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د ترکیې ولسمشر د حماس مشر سره لیدنه کې د غزې پر جګړې خبرې کړي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د حماس ډلې له مشر اسماعیل هنیه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د حماس ډلې له مشر اسماعیل هنیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون شنبه په استانبول ښار کې د حماس ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه د حماس توندلارې ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ترکیې د (TRT) ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، په دې کتنه کې په غزه کې د اوربند پر ټینګښت او دې کلابند شوي قلمرو ته د بشري مرستو د رسولو په باب خبرې وشوې.

دا کتنه پرون داسې وخت وشوه چې د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، د اسرائیل پوځ او پولیسو په لوېدیځه غاړه کې د ګډو پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه د لسو وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.

وروستیو جګړو د غزې یوه لویه برخه ویجاړه کړې ده
وروستیو جګړو د غزې یوه لویه برخه ویجاړه کړې ده

تر دې مخکې د فلسطین رسنیو او د روغتیا وزارت په دغو عملیاتو کې چې پرون پیل شوي د دوو کسانو د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د فلسطیني رسنیو د راپور له مخې چې په رسمي ډول تایید شوی نه دی، په وژل شویو کې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو محلي قوماندان محمد جابر هم شامل دی.

د فلسطین وافا خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې د لوېدیځې غاړې له کلابندې شوې سیمې اطلاعات په اسانۍ نه ترلاسه کېږي، ځکه هلته انټرنټي خدمات ځنډول شوي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند پرون ویلي چې د طولکرم د بېځایه شویو په نور شمس کمپ کې د وسلوالې نښتې پر مهال ۸ اسرائیلي سرتېري او د سرحدي پولیسو د خفیه قطعې یو غړی ټپیان شوي دي.

د پوځ په وینا، د اسرائیل پر ځواکونو د مرمۍ په ډزو او منفجره موادو حمله شوې ده.

د اسرائیل د پوځ په وینا په ټوله کې ۸ مشکوک کسان چې تر تعقیب لاندې وو، نیول شوي، منفجره مواد شنډ کړای شوي، ګڼې ودانۍ تالاشي شوي او د منفجره موادو یو کارځای ویجاړ کړای شوی دی.

خو فلسطیني رسنیو ادعا کړې، چې د اسرائیل پوځ په خپلو عملیاتو کې زیات زیانونه سړکونو، د اوبو او برېښنا شبکو ته اړولي، زیات کورونه یې ویجاړ کړي او یا زیانمن کړي دي. د دواړو لوریو دغه اطلاعات په بې پرې ډول تایید شوي نه دي.

د غزې خلک تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري
د غزې خلک تر بل هر وخت بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت په وینا، په غزې تړانګه کې د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴زره ۴۹ او د ټپیانو شمېر ۷۶زره ۹۰۱ ته رسېدلی، هغه شمېر چې خپلواکو سرچینو تایید کړی نه دی.

دغه وزارت ویلي، په همدې موده کې بیا په لوېدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۴۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل د ۱۹۶۷م کال د شپږورځنۍ جګړې پر مهال د لوېدیځې غاړې او ختیځ بیت المقدس کنټرول په لاس کې واخیست.

فلسطینیان د دغو سیمو د مالکیت ادعا لري او غواړي ختیځ بیت المقدس یې د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG