د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د حماس مشر په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه خبرې کوي


د حماس ډلې مشر اسمعیل هنیه
د حماس ډلې مشر اسمعیل هنیه

تمه کېږي چې د حماس مشر اسمعیل هنیه به نن د مصر په پلازمېنه قاهره کې په غزه کې د جګړې د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړي.

یوې سرچینې فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، وروسته له هغې چې په غزه کې د یوه نوي اوربند لپاره د نړیوالو هڅو په ترڅ کې مرکچیان په پاریس کې سره جرګه شول، حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، له اسراییل سره د روانې جګړې په ترڅ کې د شپږو اوونیو په مخه په وړاندیز شوي اوربند غور کوي.

د سخت دریځې حماس ډلې مشر اسمعیل هنیه به په قاهره کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې له مشر ویلیم برنز سره د وړاندیز شوي اوربند په اړه چې د تېرې اوونۍ په پای کې د پاریس په غونډه کې پرې سلا شوې، خبرې وکړي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې مشر ویلیم برنز
د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې مشر ویلیم برنز

په غزه کې د لنډ مهاله اوربند د ټینګېدو لپاره په دې وروستیو کې د قطري او مصري مرکچیانو په مشرۍ هڅې تېزې شوې دي.

خو د دغو هڅو سره سره په غزه کې د جګړې د سړېدو یا د هوایي حملو د کمېدو څرک نه لګېږي.

په غزه کې جګړه اوس د دې سیمې پر جنوبي مهم ښار خان یونس متمرکزه ده.

اسراییل وایي، د حماس مخکښ مشران په دې سیمه کې پټ دي.

په عین حال کې له غزې تړانګې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په جګړو کې د په لسګونو ملکي او د سخت دریځې حماس ډلې د غړیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل پوځ پرون وویل چې په غزه کې یې د حماس ۱۵ غړي وژلي دي.

اژانس د غزې د عامې روغتیا وزارت په حواله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۰ ملکي فلسطینیانو د وژلو او ۳۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

له دې سره په غزه کې په روانه جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۶ زره او ۹۰۰ ته ورسېد.

د مرګ‌ژوبلې دغه شمېرې یوازې د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی خپروي او خپلواکې سرچینې په دې اړه څه نه وایي.

له بلې خوا د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو له فلسطیني کډوالو سره د ملګرو ملتونو د مرسته کوونکې ادارې د ماموریت د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

نوموړی دا غوښتنه وروسته له هغې کوي چې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم ګبریسیوس پرون چهارشنبې خبرداری ورکړ چې له فلسطیني کډوالو سره له مرسته کوونکې دغې ادارې سره د مرستو کمول به ناوړه پایلې ولري.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دغې ادارې یو شمېر کارکوونکي تورن شوي چې د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه یې پر اسراییل د برید پر مهال له حماس سخت دریځې ډلې سره مرسته کړې ده.

حماس تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې دغه تورونه ارزوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG