د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

سپینه ماڼۍ: اسراییل د حماس خلاف به په خپلو حملو کې د ورځې څلور ساعته وقفه راولي


اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال
اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

سپینه ماڼۍ وايي، اسراییل موافقه کړې چې د حماس ډلې خلاف به په خپلو حملو کې د ورځې څلور ساعته بشري وقفه راولي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره د دوشنبې ورځې په ټلیفوني خبرو کې د اسراییل په حملو کې د بشري وقفې غوښتنه کړې وه.

سپینې ماڼۍ تر دغو ټلیفوني خبرو څو ورځې وروسته پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې اسراییل موافقه کړې، څو د حماس ډلې خلاف حملو کې به د ورځې څلور ساعته بشري وقفه راولي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، دغه وقفې به په غزه کې خلکو ته زمینه برابره کړي چې د دوو بشري دهلېزونو له لارې له خپلو سیمو ووځي.

هغه زیاته کړه چې دا لومړني مهم ګامونه دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي

اسراییل د افراطي ډلې حماس پر خلاف خپلې حملې وروسته له هغې زیاتې کړې چې لومړی دغې ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په پراخه حمله کې ۱۴۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې تر اوسه د اسراییل په حملو کې د غزې تر لسو زرو ډېر اوسېدونکي وژل شوي دي.

د حماس له قیده د یرغمل شویو د خلاصون د هڅو په لړ کې د امریکا د مرکزي استخباراتو او د اسراییل د استخباراتو مشرانو د قطر له صدراعظم سره په دوحه کې کتلي دي.

بلخوا تمه کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د شدت کمېدو لپاره نن جمعه منځني ختیځ ته سفر وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې انالینا بایربوک به متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او اسرائیل ته سفر وکړي.

د حماس جنګي ډلې د سیاسي څانګې د مشر اسماعیل هنیه او د حماس د پخواني مشر خالد مشعل په ګډون د دې ډلې لوړ پوړي غړي پرون د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېدل.

رویټرز خبري اژانس د حماس ډلې د اعلامیې له مخې لیکلي چې د حماس ډلې دغه لوړ پوړي هیئت د مصر د استخباراتو د عمومي ادارې له مشر سره د غزې پر وضعیت خبرې کړي دي.

په پاریس کې هم پرون د اتیا هېوادونو او سازمانونو مشرانو په یوه غونډه کې له غزې سره د بشري مرستو د همغږۍ پر لارو چارو خبرې وکړې.

اسراییل چې د حماس ډلې د نابودۍ ژمنه کړې وايي، چې په غزه کې یې دننه د پرمختګ په عملیاتو کې ۳۳ سرتېري وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG