د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د ملګرو ملتونو یو بنسټ: فلسطینیانو سره د مرستو لړۍ دې بېرته پيل شي


د غزې اوسیدونکو سره د مرستو یوه څنډه
د غزې اوسیدونکو سره د مرستو یوه څنډه

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر له تمویلونکو هېوادونو او سازمانو وغوښتل چې د حقیقت موندونکي ټیم له راپور وروسته دې اوس له دې بنسټ سره خپلې مرستې او همکارۍ بیا پیل کړي.

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني پرون په یوه کنفرانس کې زیاته کړه:

" موږ د دې راپور هرکلی کوو. موږ یې له سپارښتنو هرکلی کوو او عملي کولو ته یې ژمن یو. زه هیله لرم چې په دې راپور او هغو اقداماتو سره چې موږ یې په پام کې لرو د مرستندویانو د وروستۍ ډلې باور جلب کړو څو بېرته د اجنسۍ د یوه تمویلونکي او متحد په توګه راوګرځي."

د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني
د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فیلیپ لازاریني

حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي؛ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو برید وکړ. تر دې برید وروسته اسراییلو د حماس د له منځه وړلو لپاره په غزې تړانګې خپل بریدونه پيل کړل چې لا تر دې دمه روان دي. اسراییلو هغه مهال تور لګولی وو چې د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې یو شمېر غړو له وسله والو سره مرستې کړي.

تر هغه تور وروسته د غزې او فلسطینیانو له کړکېچنو بشري شرایطو سربېره د ملګرو ملتونو له ادارې سره ګڼو تمویلونکو خپلې مرستې وځنډولې.

د دغو تورونو د څېړنو لپاره د فرانسې د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې کترینا کولونا په مشرۍ یوه حقیقت موندونکي پلاوي څو میاشتې څېړنې وکړې او خپلې څېړنې یې د دوشنبې په ورځ خپرې کړې.

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه

په راپور کې راغلي چې حقیقت موندونکي پلاوي د فلسطینیانو لپاره د ملګرو ملتونو د څانګې د بې پرېتوب په تړاو ځینې موضوع ګانې وموندلې خو اسراییلو لا د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.

تر دې اعلان وروسته اسټرالیا،کاناډا،فنلنډ،جرمني،ایسلند،جاپان او سویډن د خپلو مرستو د بیا پیل خبر ورکړ خو د امریکامتحده ایالتونو او بریټانیا په څېر ځينو هېوادونو لا هم په خپلو پرېکړو د بیا کتنې یا د مرستو د بیا پيل خبر نه دی ورکړی.

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو همغږي کوونکي او د کړکېچ د مدیریت د څانګې مشر یانیز لینارچیچ او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت آید له مرستندویانو وغوښتل چې د فلسطینیانو لپاره د م.م د څانګې ملاتړ او تمویل ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG