د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو د بندېدو خبرداری ورکړ


ارشیف: په افغانستان د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو بار موټرې
ارشیف: په افغانستان د خوړو نړیوال سازمان د خوراکي توکو بار موټرې

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' خبرداری ورکوي چې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او د بودیجې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښودلې او ان خبرداری یې ورکړی چې د بودیجې کمښت به په افغانستان کې د دغه سازمان د فعالیتونو د ودرېدو لامل شي.

د دې سازمان اجرایوي مشرې سينډي مکین تازه له 'اې بي سي' نیوز سره په مرکه کې ويلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ۶۰ کلن تاریخ کې د بودیجې له بې‌ساري کمښت سره مخ دی او په افغانستان کې په اکټوبر کې مياشت کې د مرستو لپاره هم پوره بودیجه نه‌لري.

هغې د سازمان د بودیجې کمول بې‌ساري او ناخوښونکي وبلل.

د خوړو د نړیوال پروګرام د اجراییوي مشرې په وینا، افغانستان، بنګله‌دېش، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیا او سوریه د دوی د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړيوال پروګرام د اجرایوي مشرې دغه خبرداري په افغانستان کې هغه کورنۍ چې مرستو ته اړتیا لري اندېښمنې کړي دي.

په کابل کې یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي پاچا ازادي راډیو ته وویل، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.

هغه وايي: "موږ مرستې ته اړتیا لرو، زموږ کور، باغ او هر څه د سېلاب له امله ویجاړ شوي، په دې وروستیو کې د 'ډبلیو ایف پي' مرستې د پخوا په پرتله کمې شوي، موږ غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، کله چې مرستې بندې شي، زموږ ستونزې به نورې هم ډېرې شي."

د لوګر ولایت اوسیدونکی شیر حسین هم ورته ستونزه لري.

هغه وویل: "زه پخپله د پښو درد لرم، زما اقتصاد ډېر زیانمن شوی، زه خوراکي مرستو ته اړتیا لرم، ژمی راروان دی، موږ له نړیوالو موسسو څخه غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته وکړي ترڅو بشري ناورین رامنځته نه‌شي."

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې دا مهال په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان له ۲۱ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري.

د دې ادارې ویاند وحیدالله اماني د سې‌شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې له مرستندویه بنسټونو څخه د مرستو په ترلاسه کولو سره به له اړو کسانو سره د مرستو لړۍ روانه وساتي.

هغه وویل: "اوسمهال موږ د بودیجې د کمښت خبره کوو او موږ به هغه ځای ته ونه رسېږو چې موږ بودیجه نه‌لرو. دا مهال وضعیت داسې دی چې موږ په میاشت کې درې ميلیونه خلکو ته مرستې رسولی شو. هیله ده چې مرستې راورسېږي او موږ مرستې زیاتې کړو، خو زموږ عملیاتي پروګرام به هېڅکله ونه‌ درېږي، داسې نه کېږي."

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو بندېدو خبرداری ورکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:04 0:00

دغه سازمان تر دې مخکې هم څو ځلې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د بودیجې د کمښت خبرداری ورکړی و.

د خوړو نړیوال پروګرام په نړۍ کې له لوږې سره د مبارزې په برخه کې یو له سترو سازمانونو څخه دی چې له کلونو راهیسې یې په افغانستان کې له اړو خلکو سره مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG