د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ملګري ملتونه: په مرستو کې یو سلنه کموالی تر ۴۰۰زره ډېر کسان قحطۍ سره مخ کوي


ارشیف: په کندز کې بې وزله خلک
ارشیف: په کندز کې بې وزله خلک

ملګري ملتونه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' د شمېرو له مخې د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰زره ډېر خلک له قحطۍ سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰ زره ډېر خلک اغېزمن کړي چې دوی به قحطۍ ته یو ګام نور هم نږدې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نړیوال خوراکي پروګرام په نیمایي عملیاتو کې چې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هايتي، اردن، فلسطين، جنوبي سوډان، سوماليا، سوريه او بنګله‌دېش په څېر هېوادونه شامل دي په پراخه کچه کمی راغلی او دغه هېوادونه د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا ۲۴ میلیونه خلک د سختې لوږې له خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۴۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي چې ۴۰ میلیونه یې د لوږې سختې کچې ته نږدې شوي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام هم د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بودیجې له ۶۰ سلنه کمښت سره مخ دی.

دغه پروګرام د بودیجې دغه کمښت بې ساری بللی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مشرې 'سنډي مک کین' ویلي، د اړمنو کسانو د شمېر د زیاتوالي له امله دوی لا زیاتو مالي مرستو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام بیا په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې اوسمهال په افغانستان کې له هرو ۵ اړمنو کسانو څخه یوازې یو یې د دغه سازمان تر مرستو لاندې دی.

'ډبلیو ایف پي' ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره به د مرستې اړتیا زیاته شي او په میلیونونو کورنۍ د راتلونکو موسمونو لپاره په بشپړه توګه چمتو نه دي.

زهرا او خاتون دوه هغه اړمنې مېرمنې دي چې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه یې له ازادي راډيو سره غږېدلي دي.

زهرا وویل: "زه یو زوی لرم چې ناروغ دی، خوارځواکي دی، پیسې نه لرم چې ډاکتر ته یې بوځم، حالت یې خراب دی. درې ماشومان لرم، مېړه مې ناروغ دی، کار نه شي کولای، زه د کالیو مینځلو لپاره کورونو ته ځم. "

خاتون وویل: "زموږ د کور درې میاشتې کرایه پاتې ده، د کور مالک راته شپږ ورځې وخت راکړی چې کرایه ورکړم، اوس دوه ورځې پاتې دي. خاوند مې کراچۍ چلوي او تور زېړی لري. زه د ورځې په ۵۰ یا ۶۰ افغانیو اوړه اخلم او خپله ګوزاره کوم."

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې دوی د ۲۱ میلیون اړو خلکو سره د مرستې لپاره ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري او دا هغه خلک دي چې نه پوهېږي خپل راتلونکي خواړه چېرته ترلاسه کړي.

دغه سازمان مخکې ویلي وو چې سږ کال به په افغانستان کې له لسو میلیونو اړمنو کسانو سره مرستې کمې کړي.

د نړیوالو مرستو د کمښت او په دغه هېواد کې د اړو کسانو د شمېر د زیاتوالي د نورو لاملونو تر څنګ په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو لګول بل هغه ستر لامل و چې په افغانستان کې یې له امله ځینو مرستندویه موسسو خپلې چارې محدودې کړې.

له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG