د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ایګلنډ: د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې


د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې او د لا نور ډېرېدو وېره یې هم موجوده ده.

د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' مشر یان ایګلنډ وايي، د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۵ کې یې خوارځواکي له اضطراري حالته ډېره شوې او تمه ده چې لا نوره به هم ډېره شي.

یان ایګلڼډ پرون ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د مرستو کمښت او اقلیمي بدلون د هغو خلکو لپاره چې اوس هم مرستو ته اړتیا لري، یوه وېرونکې سناریو رامنځته کړې ده.

نوموړي همدا شان ویلي چې ۱۵.۳ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او د بودیجې د شدید کمښت له امله له هغو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې شوي چې باید مرستې ورسره شوې وای.

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

یان ایګلنډ خبرداری ورکړی چې که د بودیجې د کمښت ستونزه حل نه شي، د دې امکان شته چې د خوراکي توکو د مرستو پرواګرمونه به د روان میلادي کال تر پایه پای ته ورسېږي.

نوموړي تر دې مخکې هم د ناټو د غړو په هېوادونو نیوکه کړې وه چې په افغانستان کې له لوږې ځپلیو ماشومانو سره خوراکي مرسته نه کوي او دا هېواد یې په بشري ناورین کې یوازې پرېښی دی.

په ورته وخت کې ځینې افغانان هم وايي، په وروستیو کې د خوړو لپاره څه نه لري.

له دې ډلې د کندهار ولایت اوسېدونکی نقیب احمد چې لور یې خوارځواکې شوې وايي، د ډېرې مودې بې دندې توب او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله یې نه خپلې مېرمنې او نه لور ته مناسب خواړه برابر کړي، ځکه یې لور خوارځواکې شوه.

په افغانستاسن کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم.
په افغانستاسن کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم.

هغه وویل: "زما خپله لور خوارځواکې ده، ځکه نه یې مور ته په مناسبه اندازه خواړه پیدا کېدل، هغه چې اړتیا یې ورته وه او نه مو ماشومې ته داسې څه پیل کړي دي چې له خوارځواکۍ خلاصه شي."

په کابل کې یوه مېرمن چې یو اته میاشتنی ماشوم لري او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې د خوراک لپاره څه نه لري او له همدې امله یې ماشوم خوارځواکی شوی.

هغې وویل: "خپله او ماشوم مې چې خوارځواکی دی، د خوړولو لپاره څه نه لرو، یعنې چې دومره څه چې وې خورم او هغه ته شیدې شي. له ډېرو ستونزو سره مخ یم. نن مې هم کور کې ډوډۍ نه وه."

د ناروې د کډوالو شورا مشر او ځینې افغانان داسې مهال په افغانستان کې د خوارځواکۍ او بې‌وزلۍ د ډېرېدو خبره کوي چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ یا اوچا ویلي وو، افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ هېواد دی چې ۲۹.۲ میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۳ میلیونه وګړي یې له قطحۍ سره مخ دي او ۳.۲ میلیونه ماشومان یې خوارځواکې دي.

اوچا همدا شان ویلي وو چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله چې وچکالي، زلزلزې، واورې ښویېدنې او طوفانونه به ورسره مله وي، د خوړو د خوندیتوب ناامني لا نوره ډېروي او خوارځواکي هم ورسره ډېرېږي.

په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. July 23, 2023
په میدان وردګ کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور. July 23, 2023

که څه هم طالب چارواکو تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین په برخو کې شوې ادعاوې او خپاره شوي راپورونه رد کړي، خو د دې ډلې له واکمنېدو وروسته چې هممهاله ورسره نړیوالې مرستې کمې او د دوی د محدودیتونو له امله ګڼو مرستندویه موسساتو خپل مرستې ودرولې یا یې کمې کړې.

د ګڼو نړیوالو بنسټونو لخوا ډېر کله په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG