د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

اوچا: په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه د خوړو ناامني رامنځته کوي او ناروغۍ زیاتوي


په میدان وردګو کې وروستیو سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي.
په میدان وردګو کې وروستیو سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري چې د اقلیمي بدلونونو له ګواښ سره مخ دي.

اوچا: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د زیانګالو هېوادونو

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري چې د اقلیمي بدلونونو له امله له ګواښ سره مخ دي.

دا راپور چې پرون خپور شوی، په کې ویل شوي چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو له ډلې یو دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله وچکالي، طوفانونه، واورې ښویېدنې او زلزلې تجربه کوي.

په راپور کې ویل شوي، چې ۶۰ سلنه افغانان د کرنې له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو په وینا یې د اقلیمي بدلونونو له امله کېدونکې بارانونه او واورې د خوړو د خوندیتوب ناامني رامنځته کوي او ورسره په دې هېواد کې خوارځواکي او ناروغي هم ډېرېږي.

په راپور کې همدا شان ویل شوي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو د ګواښونو ترڅنګ اوس په نړۍ کې له ستر بشري بحران سره مخ هېواد دی چې ۲۹.۲ میلونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري، ۳ میلیونه وګړي یې له قحطۍ سره مخ دي او ۳.۲ میلیونه ماشومان یې خوارځواکي دي.

اوچا داسې مهال دا راپور خپروي چې د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو ملتونو ۲۸ م کنفرانس هم د راتلونکې نومبر میاشتې په وروستیو کې جوړېږي، خو سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له یو زیان منونکی هېواد دی، په ۲۷ کنفرانس کې د افغانستان استازی له دې امله نه و چې په افغانستان کې د طالبانو واکمن حکومت د نړۍ لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله ګڼ مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله چې کلی یې وروستیو سېلابونو سخت ځپلی دی، وايي تېر کال یې هم پر کلي سېلاب راغی، خو سږ کال بیا سېلاب ډېر ورانی وکړ.

هغه وايي: "تېر کال هم زموږ د کلي په خوړ کې سېلاب راغی، خو دومره نه و، زموږ کلی ۳۶ کوره دی، سږ کال یې یوه ته هم کرنیزه ځمکه نه ده ور پرېښې، غنم، کچالو او لوبیا ټول له منځه لاړل، مڼې مو په اوبو کې ولاړې دي او څاه ګانې او چینې یې هم خرابې کړې دي."

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د طبیعي پېښو په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ کسان مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د یادو وزارت مسوولان ملت د حساب ورکولو په اوونۍ کې وویل چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله شاوخوا سل زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت وايي، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره یې مرستې کړي، خو قربانیانو بیا دوی ته د مرستو د نه رسېدو له امله ډېر کله شکایتونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG