د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

تازه راپور: تر نېمایي زیات افغان ماشومان د مور له شیدو محروم دي؛ یوه مور: د خوراک څه نه لرم، نورو کره یې خورم


په کندهار کې څو خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان او میندې یې - ارشیف
په کندهار کې څو خوارځواکۍ ځپلي افغان ماشومان او میندې یې - ارشیف

د لومړنیو بېړنيو حالاتو نړیوالې موسسې (Première Urgence Internationale) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۵۰ سلنې ډېر نوي زېږېدلي ماشومان د مور د شیدو له ژوند ژغورونکو ګټو محروم دي.

دا راپور چې د جولای په ۳۰ مه خپور شوی، په کې ویل شوي چې په افغانستان کې دا مهال ۴۷.۷ سلنه ماشومان د میندو له شیدو برخمن دي.

د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې اوږدې جګړې، بې وزلۍ، ناوړه دودونو، په کم عمر کې د نجونو ودولو او رواني ستونزو د ډېرو میندو په روغتیا او روان اغېزې کړي چې له امله یې شیدې هم ورسره کمې شوې دي.

د لومړنیو بېړنیو حالاتو نړیوالې موسسې په راپور کې ویل شوي، کله چې ماشومان د میندو د شیدو له کمښت سره مخ کېږي، خوارځواکي کېږي، بدن یې کمزوری کېږي او وده یې هم ورو کېږي.

یاده موسسه داسې مهال په افغانستان کې د مور له شیدو څخه د نویو زېږېدلو ماشومانو د محرومېدو خبره کوي، چې ځینې افغان میندې هم وايي، اقتصادي او رواني ستونزو یې شیدې کمې کړي او له دې امله یې ماشومان خوارځواکي شوي دي.

په کابل کې یوه مېرمن چې یو اته میاشتنی ماشوم لري او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل چې د خوراک لپاره څه نه لري او ډېری وخت د یو څاښت ډوډۍ خوړلو لپاره د خپلو ملګرو او دوستان کره ځي.

افغان مېرمنې د بشري ناورین تر ټولو زیانمنې؛ د بشري مرستو په هیله ناستې دي - ارشیف
افغان مېرمنې د بشري ناورین تر ټولو زیانمنې؛ د بشري مرستو په هیله ناستې دي - ارشیف

هغه وايي، د همدې خراب اقتصادي وضعېت له امله یې ماشوم هم خوارځواکی شوی دی.

دغه مېرمنه وایي: " خپله او ماشوم مې چې خوارځواکی دی، د خوړولو لپاره څه نه لرو، یعنې چې دومره څه چې وې خورم او هغه ته شیدې شي، له ډېرو ستونزو سره مخ یم. نن مې کور کې ډوډۍ نه وه او د خپلې یوه ملګرې کور ته د ډوډۍ خوړلو لپاره راغلې یم."

یوه بله مور چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي خراب اقتصادي وضعېت او اندېښنو یې شیدې کمې کړي او ماشوم یې خوارځواکی شوی دی.

سرچینه زیاتوي: "ماشوم مې خوارځواکی شوی، شیدې نه لرم چې ور یې کړم، ځکه تشویش لرم او د تشویش او ناخوراکۍ له وجې مې شیدې وچې شوې دي. خپله شیدې خو نه لرم، د بازاري شیدو د اخیستلو وس هم نه لرم."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د لومړینو بېړنیو حالاتو د نړیوالې موسسې د دغه راپور او د دوی د اقداماتو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د تېرې جون میاشتې په ۲۸مه هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي په یوه راپور کې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۳ میلیونه او ۲ لکه ښودلی و، چې ډېری یې تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان وو.

د مرستندویه ادارو په وینا، د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته اقتصادي بحران او بیا ورپسې د ښځو پر کار بندیز اړمنو میندو او ماشومانو ته د لومړنیو مرستو رسولو بهیر هم اغېزمن کړ.

د خوړو نړیوال سازمان په وینا، د ښځو له کاربندیز وروسته ۱۱۵ هغو موسسو خپل کارونه وځنډول، چې له بې وزلو امیندواره میندو او ماشومانو سره یې د خوړو او روغتیا په برخه کې مرستې کولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG