د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د پاملرنې نړیواله موسسه: د ۷۸ سلنه افغانانو میاشتنی عاید کم شوی


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې د ۷۸ سلنه خلکو میاشتنی عاید کم شوی دی.

دغه موسسه وايي، د تېر ۲۰۲۲ کال د سپټمبر میاشتې په پرتله اوس د ۷۸ سلنه افغانانو میاشتنی عاید کم شوی دی.

دې موسسې خپله هغه سروې چې نن د سپتمبر په ۱۲مه یې جزییات په یوه راپور کې خپاره کړي، ویلي دي چې په ۹ ولایتونو کې یې له ۳۸۱ کسانو څخه چې ۵۰ سلنه یې ښځې وې، د میاشتني عاید په اړه پوښتنې کړي چې له دې ډلې ۷۳ سلنه خلکو ورته ویلي چې په میاشت کې یې عاید تر ۵ زره افغانیو یا ۵۹ ډالرو څخه هم کم دی.

په راپور کې ویل شوي، ۶۱ سلنه نارینه‌وو او ۴۲ سلنه ښځو ورته ویلي چې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره له خپلو دوستانو او خپلوانو پیسې پور کوي.

پاملرنې موسسې همدا شان ویلي، د دوی سروې ښيي چې د عوایدو له کمېدو سره لوږه او خوارځواکي ډېره شوې، روغتیايي خدمتونه کم شوي یا هم لرې دي او خلک په اسانۍ لاسرسی ورته نه لري، اقتصادي وضعیت خراب شوی او ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو منع شوي دي.

د پاملرنې موسسې په راپور کې د ۸۰ سلنه خلکو له قوله ویل شوي چې خپلو ماشومانو د مناسبو خوړو د ورکولو په خاطر پیسې نه لري چې له دې امله له هر درېیو ماشومانو دوه یې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

ارشیف: د ارزګان په روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د ارزګان په روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د پاملرنې موسسې د خوړو په بیو کې انفلاسیون، د دندو او عوایدو له لاسه ورکول او وچکالي د عوایدو د کمېدو مهم لاملونه ګڼي.

په ورته وخت کې ځینې افغانان هم وايي، د تېر په پرتله یې عاید کم او ستونزې ډېرې شوې دي.

د بغلان ولایت اوسېدونکی محمد قاهر همدرد چې پخوا یې په حکومت کې کار کاوه او د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوی، اوس خیاطي کوي.

نوموړی همدا شان وايي، د کورنۍ دوه نور غړي یې هم چې حکومتي کارکوونکي وو، بې دندې شوي او اوس یې عاید ډېر کم شوی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "هغه معاش مو چې د جمهوریت په مهال اخیسته، ښه و، ژوند پرې چلېده، خو اوس په یوه خیاطي کې کار کوم. کوم عاید چې لرم، په هېڅ صورت مو نه بس کېږي او اقتصادي ستونزې هم مو ډېرې شوې دي."

د کابل یوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي ۸ کاله یې له رسنیو سره کار کړی، خو ۵ میاشتې کېږي چې بې دندې شوې دي.

دا وايي، مخکې یې د خپلې کورنۍ لاسنیوی کاوه، خو اوس خپله له ستونزو سره مخ ده.

نوموړي زیاته کړه: "له کوم وخت راهیسې چې بې دندې شوې یم، له ډېرو ستونزو سره مخ یم. کوم وخت چې ما کار کاوه، له اقتصادي اړخه مې له خپلې کورنۍ سره ډېره مرسته کوله، خو اوس له خپلې کورنۍ سره دا مرسته نه شم کولای."

د نیمروز ولایت یوه څنډه کې سوالګرې مېرمنې. September 07 2023
د نیمروز ولایت یوه څنډه کې سوالګرې مېرمنې. September 07 2023

که څه هم طالب چارواکو او ویاندویانو د پاملرنې موسسې د تازه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ورته راپورونه او څرګندونې رد کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د یاد سازمان بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د مرستو له کمښته شکایت کړی او غوښتنه یې کړې چې اړمنو کسانو ته په کتو باید نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG