د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د بودیجې کموالی؛ اوچا: اړمنو افغانانو ته به روغتیايي خدمتونه محدود یا پرې بند شي


ارشیف: د کابل په یو روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د کابل په یو روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د بودیجې د کموالي له امله په افغانستان کې روغتیايي او د تغذیې خدمتونو ته له سلو زرو څخه د زیاتو خلکو ته لاسرسی محدود شوی او یا هم دا خدمتونه پرې بند شوي دي.

اوچا یوځل بیا خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بودیجې د نشتوالي له امله به یو شمېر اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه محدود او یا هم پرې بند شي.

اوچا د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټوېټر کې لیکلي چې په افغانستان کې تر سلو زرو ډېر کسان په نسبي یا بشپړ ډول له روغتیايي او تغذيې له خدمتونو بې برخې شوي دي.

اوچا زياته کړې، که څه هم په هغو ولايتونو کې چې په لومړيتوبونو کې دي، له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د خوراکي توکو کڅوړې رسېدلي، خو له پنځو کلونو کم عمره ٣٦٦٠٠ ماشومان له دغو خوراکي توکو بې برخې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر اړې کورنۍ د روغتيايي خدمتونو له کمښت او دغو خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي.

ارشیف: په کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په کندهار کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د پکتيکا ولایت اوسېدونکې فهميې ازادي راډيو ته وويل، درې کلن ماشوم يې خوارځواکی دی او په کلي کې د روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي له امله يې د درملنې لپاره مرکز شرنې ته راوستی دی.

هغې وویل: "دا زوی مې ډېر زیات ضعیفه دی، ډنګر دی، داسې دی لکه یو کلن ماشوم چې وي، په لاره سم نه شي تللی. کلي کې مې ډاکتر ته بیولی و، ډاکتر راته وویل چې دا خو خوارځواکی شوی، ښار ته یې بوځه شرنې ته هلته به جوړ شي، ځکه مې دلته راوسته."

د هرات ښار يو تن اوسېدونکى، چې پخوانى سرتېرى دى او نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي، اووه ماشومان لري چې دوه يې خوارځواکي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او تر اوسه يې هېڅ ډول مرسته هم نه ده ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړه: "روغتیايي خدمتونه موږ ته نږدې نه دي ځکه چې لاره ډېره لرې ده. دا څو کوچني ماشومان چې لرم، امکانات یې نه شته چې ډاکتر ته یې بوځم. ستونزې ډېرې دي، توان یې نه لرو چې دوی ډاکتر ته بوځو. روغتیايي خدمتونه، مرسته، دوا او درمل موږ ته نه دي رسېدلي."

د کابل اوسېدونکی محمد یوسف ازادي راډیو ته وویل، دوه کاله کېږي چې وزګاره دی، د بې‌وزلۍ له امله نه شي کولای خپل ماشومان ماړه کړي چې له همدې امله یې یو ماشوم په خوارځواکۍ هم اخته دی.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې ناروغي خپل وروستي حد ته رسېدلې، بې‌کارۍ د کورنیو اقتصاد کمزوری کړی دی. د بې‌کارۍ د زیاتوالي له امله ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته لازم او د اړتیا وړ خواړه نه شي برابرولی. زه په‌خپله شپږ ماشومان لرم. له شاوخوا یونیم کال راهیسې مې یو ماشوم خوارځواکي دی. اوس ګڼو موسسو خپلې مرستې هم بندې کړې دي."

اوچا مخکې خبرداری ورکړی و چې که د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د بودیجې کمښت همداسې دوام وکړي، د روغتیايي او تغذي خدمتونو ۱۷۳ ګرځنده مرکزونه به وتړل شي چې په پایله کې به یې له پنځو کلونو کم عمره ۷۰۲۰۰ ماشومان له روغتیايي او تغذیې له خدمتونو بې برخې شي.

د دغه سازمان د راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی چې له ژور بشري ناورین سره مخ دی، اوسمهال ۲۹.۲ میلیونه وګړي په کې بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې شمېر ۳ میلیونه خلک یې له قحطۍ او ۳.۲ میلیونه ماشومان یې له خوارځواکي سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG