د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د روغتیایي خدمتونو د ځنډ اندېښنې؛ روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته واستوئ


د افغانستان په یوه روغتون کې بستر شوي ماشومان - ارشیف
د افغانستان په یوه روغتون کې بستر شوي ماشومان - ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره په افغانستان کې د روغتیایي اړتیاو د پوره کولو لپاره د یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان، د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له درې دېرش روغتونونو سره، چې شاوخوا نهه میلیونه افغانانو ته یې روغتیایي خدمات وړاندې کول، د مرستې د درېدو خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان په ایکس شبکې کې،چې پخوا د ټویټر په نوم پيژندل کیده لیکلي دي، که په افغانستان کې د دوی د بودیجې د کمښت غم ونه خوړل شي، اته لکه پنځه اویا زره ماشومان به په سخته خوارځواکي اخته شي.

د محمد علي په نوم د کابل یو اوسیدونکی وایي، دا به ډېره سخته شي، چې د روغتیا په برخه کې نړیوالې مرستې کمې شي.

نوموړی وایي:

" د افغانستان خلک په داسې بد وضعیت کې دي، په داسې بدو حالاتو کې دي چې په خپلې وچې ډوډۍ پسې حیرانه دي؛ اول زه په خپله په ډېر بد وضعیت کې یم. خلکو د خپلې نفقې لپاره خپلې ګردې خرڅې کړې، که دغه روغتونونه بند کړي نو موږ به څه کوو؟"

د کابل یوه روغتون ته راوړل شوی ځوارځواکۍ ځپلی ماشوم
د کابل یوه روغتون ته راوړل شوی ځوارځواکۍ ځپلی ماشوم

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ را وروسته نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د تېرمیلادي کال په وروستیو کې په یوشمېر موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی هم د دې سبب شوی دی، چې دا مرستې څه ناڅه کمې شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیايي وضعیت ته د اندیښنې ترڅنګ په ورته وخت کې د افغانستان لپاره یو درې کلن پلان جوړ کړی دی، چې د درې کلونو لپاره دوه اعشاریه څلور میلیارډه ډالر مرستې راغونډې کړي، خو تر دې دمه د دې مرستو په اړه ژمنه نه ده ورسره شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG