د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د اسراییل د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی


ارشیف: د فلسطین پر یوې سیمې د اسراییلو د بمبارۍ یو انځور
ارشیف: د فلسطین پر یوې سیمې د اسراییلو د بمبارۍ یو انځور

په الاقصی جومات کې د اسراییل د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ له تازه شخړو وروسته د اسراییل حکومت د پولیسو او پوځ د ریزرف ځواکونو رابلل پیل کړي دي.

په بیت المقدس او لوېدیځه غاړه کې تر جلا جلا حملو وروسته چې په نتیجه کې یې د یوه ایټالوي ګرځندوی په ګډون ۳ کسان ووژل شول، د زغم له غوښتنې سره سره د اسراییل حکومت پرون شنبه د اپرېل اتمه د پولیسو او پوځ د ریزرف ځواکونو رابلل پیل کړل.

په بیت المقدس کې په الاقصی جومات کې دننه د اسراییل د پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ د تېرې چهارشنبې له شخړو وروسته تاوتریخوالی زیات شوی او د اسراییل پوځ، د فلسطین د افراطي وسله والو د راکټونو تر توغولو وروسته په غزې تړانګه او لبنان کې ځینې ساحې بمبار کړې.

د اسراییل پولیس وايي، یو ایټالوی ګرځندوی تېره جمعه هغه وخت ووژل شو او ۷ نور ګرځندویان ټپیان شول، چې یوه اسراییلي عرب خپل موټر په تل ابیب کې پر لارویانو وربرابر کړ.

په هماغه ورځ په اشغال شوې لویدېځه غاړه کې تر حملې او ډزو وروسته دوې اسراییلۍ خویندې وژل شوې او مور یې سخته ټپي شوې وه.

په داسې حال کې چې د اسراییل د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د رویټرز خبري اژانس په وینا، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل پرون شنبه د تاوتریخوالي زیاتېدل وغندل او له ټولو لوریو یې غوښتنه وکړه چې له زغم کار واخلي او کرارۍ ته کار وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

بورېل په یوه اعلامیه کې وویل چې اسراییل د ځان د دفاع حق لري او د هغه په وینا په عین حال کې هر عکس العمل باید متناسب وي او اروپايي ټولنه د روان کال د تاوتریخوالي د سم د لاسه ختمېدو غوښتنه کوي.

بلخوا اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د متحده عرب اماراتو د حکومت ویاند په وینا راپور ورکړی، چې ویلي یې دي، د امریکا د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونو یو اوبتل چې هدایت شوي توغندي په کې دي، په سیمه کې ځای پر ځای کړی دی.

د امریکا سمندري ځواکونه په ندرت سره د خپلو سمندري ځواکونو موقعیت یا هم د ځای پر ځای کولو ځای تاییدوي.

په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ویاند په دې اړه چې دغه اوبتل چېرې او ولې ځای پر ځای شوی، له څه ویلو ډډه وکړه.

د اسوشېټېډپرېس اژانس په وینا، دغه اټومي اوبتل د جمعې په ورځ له سویز کانال څخه تېر شوی دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو د دې ویاند په خبره دغه اوبتل کولی شي ۱۵۴ کروز توغندي ولېږدوي چې غواړي په سیمه کې له سمندري امن او ثبات سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG