د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د غزې په رفح د اسراییلي ځواکونو برید؛ د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي


په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د تازه بریدونو یو انځور
په رفح کې د اسراییلي ځواکونو د تازه بریدونو یو انځور

د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلي ځواکونو په برید کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي دي چې ماشومان هم په کې دي.

فلسطیني چارواکي وايي، د غزې د تړانګې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییلي پوځ په هوايي حملو کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي دي چې ۱۸ په‌کې ماشومان دي.

اسراییل په رفح ښار چې د غزې د ۲،۳ میلیون وګړو نیمايي پناه په‌کې اخیستې ده تقریباً هره ورځ هوايي حملې کوي ځکه د غزې په نورو سیمو کې جګړه روانه ده.

اسراییلو ژمنه کړې چې د مصر پولې ته نژدې په دې پراته ښار کې به د حماس ډلې پرضد ځمکني پوځي عملیات پراخ کړي، هغه هم داسې مهال چې امریکا او نورو هېوادونو ترې غوښتي دي له دې کاره لاس واخلي.

حماس د متحدوایالاتو او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د اسراییلو صدراعظم ژمنه کړې چې د حماس پر ضد سیاسي او پوځي فشار به زیات کړي ځکه د ده په وینا دا د اسراییلي برمته وو، د خلاصون او د بریا یوازېنۍ لاره ده.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

بنیامین نتنیاهو پرون په یوه بیان کې وویل چې اسراییل به ډېرژر حماس ډلې ته لا زیاته دردوونکې ضربه ورکړي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

د غزې د کویټي روغتون چارواکو پرون وویل چې د اسراییل په لومړي هوايي برید کې یوه امېدواره مېرمن، د هغې مېړه او درې کلن ماشوم ووژل شول، خو ډاکترانو د هغې د ګېډې ماشوم وژغوره.

د کویټي روغتون د چارواکو په وینا، د اسراییلو په دوهم هوايي برید کې اولس تنه ماشومان او دوه ښځې چې ټول د یوبل خپلوان وو، وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس ډله یې اداره کوي ویلي چې د اسراییلو په هوايي حملو کې تراوسه له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور. د دې سیمې اوسېدونکي له جګړو وروسته د خپلو سیمو لیدو ته ورغلي
غزه کې د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور. د دې سیمې اوسېدونکي له جګړو وروسته د خپلو سیمو لیدو ته ورغلي

له بلې خوا د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا، د جګړې له پیله په لوېدیځه غاړه کې هم نژدې ۴۷۰ تنه فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو او په یهودي مېشت ځایونو کې د دېره اسراییلیانو او یا په اعتراضونو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې د شنبې په ورځ د ۲۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستې هغه لانجمنه بسته تصویب کړه چې د غزې لپاره نهه میلیارد ډالر بشري مرسته هم په‌کې ده.

څارونکي په دې باور دي چې غزه د قحطۍ پر پاڼ ولاړه ده.

تمه ده چې د امریکا د مشرانو جرګه یا سنا د سه شنبې په ورځ د دې مرستې لایحه تصویب کړي او ولسمشر جوبایډن هم ژمنه کړې ده چې دا لایحه به له تصویب وروسته سمدستي توشیح کړي.

د غرې پر تړانګه د اسراییلو حملې د تېر کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د اسراییلو پر خاوره پراخ برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او نژدې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل. اسراییل وايي چې لاهم شاوخوا سل تنه یرغمل او د سلو اسراییلیانو مړي له فلسطیني وسله والو سره دي.

دې کړکېچ په منځني ختیځ کې ناآرامي راوسته، چې په نتیجه کې یې له اسراییلو او متحدوایالتونو سره د ایران او په ټول منځني ختیځ کې د ایران پلوو ملېشه ډلو نښتې پیل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG