د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

ولسمشر بایډن له اوکراین، تایوان او غزې سره د ۹۵ میلیارد ډالرو مرستې فرمان توشیح کړ


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر له اوکراین، اسراییل او تایوان سره د ۹۵ ملیارډ ډالرو مرستې لایحه توشیح کړه.

د دغو نویو مرستو لایحه چې د امریکا د کانګرس دواړو جرګو تصویب کړې وه، پرون چهارشنبې ولسمشر جوبایډن هم توشیح کړه. د دغو ۹۵ ملیارډ ډالرو بستې، ۶۱ ملیارډ ډالره یې اوکراین ته ورکول کیږي چې د روسیې د یرغل په وړاندې له ځانه ښه دفاع وکړي.

جوبایډن دغه راز له اوکراین سره د یو ملیارډ ډالرو سمدستي پوځي مرسته هم تصویب کړه او ویې ویل چې دغه پیسې به په څو ساعتونو کې ولېږدول شي.

بایډن د دغو مرستو تصویب د امریکا او نړۍ لپاره مهم وباله او ویې ویل:

"د مرستو هغه بسته مې چې د اوونۍ په پای کې د استازیو جرګې تصویب کړې او پرون سنا تصویب کړه، توشیح کړه. د مرستو دغه بسته امریکا او نړۍ ښه امن کوي. همدارنګه له نړیوالو سره د امریکا رهبري چې ټول پرې پوهه دي، ثابتوي. د امریکا له شریکانو حیاتي ملاتړ کوي ترڅو وکولای شي خپل حاکمیت ته د ګواښونو په وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي."

اوکرایني ځواکونه د روسیې د یرغل پر وړاندې تر ډېره د امریکا او متحدینو پر مرستو یې تکیه لري
اوکرایني ځواکونه د روسیې د یرغل پر وړاندې تر ډېره د امریکا او متحدینو پر مرستو یې تکیه لري

له اوکراین سره د ۶۱ ملیارډ ډالرو مرسته به د دې هیواد د هوایي مدافعې، توپچي، پوځي وسایلو او مختلفو وسلو په برخو کې د دې هیواد وړتیاوې زیاتې کړي. په دغه بسته کې ۲۶ ملیارډ ډالره هم له اسراییل سره د دې هېواد د ځواکونو او له خپل ځانه د دفاع لپاره ځانګړې شوي دي.

همدارنګه یو ملیارډ ډالره هم په غزه کې چې د اسراییل له پراخو حملو سره مخامخ ده، د بشري مرستې لپاره ځانګړې شوې دي.

بایډن ویلي اسراییل باید دا مسله چې بشري مرستې له ځنډ او خنډ پرته په غزه کې فلسطینیانو ته رسیږي، یقیني کړي.

که څه هم متحدو ایالتونو په کراتو کراتو له اسراییل څخه غوښتي چې غزې ته د بشري مرستو مخه ونه نیسي، خو دا سیمه په بشپړه توګه د اسراییل له خوا کلابنده شوې.

په دغو نویو مرستو کې له ټایوان سره هم مرستې په پام کې نیول شوي دي.

که څه هم مخکي ویل شوي و چې متحده ایالاتو له ټایوان سره د اته ملیارډ ډالرو مرسته تصویب کړې، خو د اسوشتید پرس آژانس د راپورله مخې اته ملیارډ ډالره، هغه پیسې دي چې د ټایوان په شمول په لیري ختیځ کې له چین سره د مقابلې په هدف د متحدو ایالتونود لومړیتونو برخه ده.

د امریکا له خوا د دغې نوې مرستې په تصویبیدو سره چې په کانګرس کې یې بهیر ډېر ځنډیدلی و، د مرسته اخیستونکو هېوادونو په تېره د اوکراین چې سخت یې د دغې مرستې لارڅارله، اوږد انتظارپای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG