د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

له اوکراین سره د مرستو طرحه د امریکا سنا کې رایې اخیستنې ته وړاندې کېږي


د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

ټاکل شوې چې د امریکا سنا به له اوکراین سره د مالي مرستې طرح نن تصویب کړي او تمه ده چې ولسمشر جوبایډن به یې هم سمدستي توشېح کړي.

تمه ده چې د امریکا د مشرانو جرګه یا سنا نن د مرستو هغې طرحې ته رایې ورکړي چې له اوکراین سره څه باندې ۶۰ میلیارد ډالره مرسته هم په‌کې ده.

د دې مرستې لایحه چې په کانګرس کې ډېره موده وځنډېدله، د تېرې شنبې په ورځ د استازو جرګې تصویب کړه.

په پام کې ده دا طرح چې د اوکراین پوځ ته د اړتیا وړ مرستې په‌کې شاملې دي، نن په سنا کې رایې اخیستو ته وړاندې شي او د اوونۍ ترپایه د توشېح لپاره ولسمشر جوبایډن ته واستول شي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې بایډن پرون د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې متحدایالات به د روسیې پر ضد د جګړې او هوايي مدافعې په برخو کې د اوکراین د بېړنیو اړتیاوو د لیرې کولو لپاره ډېر ژر د پام وړ امنیتي مرسته دې هېواد ته وسپاري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

زیلینسکي ویلي چې بایډن ته یې د هغې هوايي حملې په ګډون چې د دوی له خبرو شېبه مخکې د خارکییف ښار د تلوېزیون پر لوی آنتن وشوه د زرګونه توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او بمونو د حملو په اړه هم خبره وکړه.

اوکراین له څو میاشتو راهیسې د روسیې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی ځکه د هوايي مدافعې او مهماتو د سیسټمونو زېرمې یې ورو ورو په خلاصېدو دي.

د روسیې د څه باندې دوه کلن یرغل په ترڅ کې د اوکراین پر ښارونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملو درانه تلفات اړولي او په تېره د اوکراین د انرژۍ تاسیسات یې، چې د دې جګړې پرمهال له پخوا راهیسې زیانمن شوي وو نور هم ویجاړ کړي دي. تمه ده د امریکا سنا به چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي، دا طرح په اسانۍ سره تصویب کړي.

په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک به نن پولنډ ته د سفر په ترڅ کې د ۶۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د خپل هېواد تر ټولو لویه مرسته اعلان کړي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک
د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

د بریتانیا حکومت نن په یوه بیان کې وویل، د اوکراین پر ضد د روسیې له وحشتناک یرغل سره د ټولې اروپا امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ دی.

له دې مرستې سره په روان مالي کال کې له اوکراین سره د بریتانیا د مرستو ټوله کچه ۳،۷۱ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د انګلستان د حکومت په بیان کې دا یادونه هم شوې چې بریتانیا به اوکراین ته د تجهیزاتو یوه ډېره لویه جوپه چې ساری یې له دې مخکې نه دی لیدل شوی، هم واستوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG