د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

په غزه کې د بحران ختمېدو لپاره له حماس څخه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


په غزه کې د حماس جنګیالیو یو پټنځای چې یرغمل شوي اسراییلیان یې په کې ساتلي دي.
په غزه کې د حماس جنګیالیو یو پټنځای چې یرغمل شوي اسراییلیان یې په کې ساتلي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو او ۱۷ نورو هېوادونو پرون په ګډ بیان کې له حماس ډلې وغوښتل چې په غزه کې د روان بحران د ختمېدو لپاره ټول یرغمل شوي کسان خوشې وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو او ۱۷ نورو هېوادونو پرون پنج شنبه په خپل ګډ درخواست کې په غزه کې د حماس ډلې له بنده د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د متحدو ایالتونو یوه لوړ رتبه چارواکي د دغو اتلسو هېوادونو دا ګډ درخواست د نظر د اتفاق یوه فوق العاده ننداره وبلله.

کله چې حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل حمله وکړه، د ۱۲۰۰ کسانو د وژلو تر څنګ یې شاوخوا ۲۵۳ تنه یرغمل کړل چې په یرغمل شویو کې د همدغو اتلسو هېوادونو وګړي شامل دي.

د هغه اوربند پر مهال چې په نومبر میاشت کې یې اووه ورځې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د ازادۍ په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول، خو ګومان کېږي ۱۲۹ کسان به لا هم د حماس ډلې په بند کې یرغمل پاتې وي.

دا اتلس هېوادونه د امریکا متحد ایالتونه، ارجنټاین، اتریش، برازیل، بلغاریا، کاناډا، کمبوډیا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، هنګري، پولنډ، پرتګال، رومانیا، سربیا، هسپانیا، ټایلنډ او بریتانیا دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې ۳۴زره ۳۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۷زره ۲۹۳ نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې ۳۴زره ۳۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۷زره ۲۹۳ نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې له نړیوالو مخالفتونو سره سره اسراییل د غزې په جنوبي ښار رفح کې وړمه شپه خپلې هوايي حملې سختې کړې.

اسراییل تر دې مخکې ویلي وو، چې له دغه ښار څخه به ملکیان نورو ځایونو ته وباسي او د متحدانو له خبرداریو سره- سره به، چې ویلي یې وو دا عملیات ممکن د ګڼو مرګ ژوبلو سبب شي، خپله هراړخیزه حمله پیل کړي.

د فلسطینیانو په دې کلابند شوي قلمرو کې روغتیايي کارکوونکو ویلي چې پرون سهار هم په رفح کې د اسراییل پنځو حملو لږ تر لږه درې کورونه په نښه کړل او د یوه ځايي خبریال په ګډون یې ۶ کسان ووژل.

د رویټرز اژانس د بل راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د حماس تر ولکې لاندې د غزې تړانګې په وړاندې په خپله ویجاړوونکې هوايي او ځمکنۍ جګړه کې چې اووه میاشتې یې کېږي، د دې قلمرو د شمال او مرکزي برخو، دغه راز په جنوب کې د خان یونس د ختیځو سیمو بمباري بیاپیل کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې د اکټوبر میاشتې له اوومې چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د فلسطین له ۸۰زرو تر ۱۰۰زرو پورې وګړي مصر ته اوښتي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې په دې جګړه کې ۳۴زره ۳۰۵ فلسطینیان وژل شوي او ۷۷زره ۲۹۳ نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG