No media source currently available
د افغانستان اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د حزب التحریر ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو غیر رسمي یا ملکي څانګه ده چې افغان ځوانان ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي. ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وکړې.