د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د خپلو حقونو نه‌ورکول کېدو په اړه د یو شمېر افغان متقاعدینو اندېښنې


ارشیف؛ یو شمېر افغان متقاعدین
ارشیف؛ یو شمېر افغان متقاعدین

د افغانستان ملکي او نظامي متقاعدین دوی ته د خپلو حقونو نه‌ورکول کېدو اندېښمن کړي.

دوی چې د خپل عمر یوه ډېره برخه‌یې د افغانستان په ادارو کې خدمت کړی، اوس له یوه ورک برخلیک سره مخ دي.

دوی وايي، د نظام له بدلون وروسته نه‌پوهېږي چې حق به‌یې ورکړل شي او که نه، هغه څه چې د دوی د ډېرو یوازنۍ وسیله او هیله ده.

ملکه د مخکېني نظام د یوه کمانډو سرتېري خور ده.

هغه وايي، ورور یې ۲۶ کلن صدیق‌‌الله د خپلې لسیز کسیزې کورنۍ یوازنی سرپرست او مشر و. کوم چې د واده یو کال وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د روژې په ۲۷مه د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو.

خو د هغه کورنۍ هغو پیسو ته په تمه ده چې باید حکومت‌یې ورکړي، هغه حکومت چې یې واګې د مخکېني نظام د مخالفانو په لاس کې دي.

ملکه وايي، د طالبانو له راتګ وروسته‌یې د خپل ورور تقاعد نه‌دی اخیستی.

ارشیف، د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر پخوانيو تقاعد شويو نظامیانو اعتراضیه غونډه
ارشیف، د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د یو شمېر پخوانيو تقاعد شويو نظامیانو اعتراضیه غونډه

دا وایي: "زموږ ژوند په سختۍ کې تېرېږي. ژمی راروان دی، هېڅ هم نه‌لرو، نه خواړه، نه د اغوستو لپاره او نه هم د سوځولو لپاره. هر میاشت چې به مې د ورور پیسې راتلې، موږ به یو څه پرې برابرول. اوس چې اسلامي امارت راغلی، موږ خپلې پیسې نه‌دي ترلاسه کړي او زموږ ژوند په سختۍ کې تېرېږي."

د ملکې په ګډون زرګونه هغه سرتېري او افسران چې اوس تقاعد شوي یا وژل شوي او کورنۍ یې دې پیسو ته په تمه دي، اندېښنه ښيي چې خپل حقوق څه ډول ترلاسه کړي.

خو د دې بې ‌برخلیک وضعیت بد اغېز له ټولو زیات پر مېرمنو دی.

په ځانګړي ډول هغوی چې خپل زامن یا هم مېړونه په نظامي دندو کې له لاسه ورکړي.

یوه بله مېرمن چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي، مېړه‌یې په تېر حکومت کې د ملي امنیت کارکوونکی و، دا وایي مېړه‌یې په ۱۳۹۷ کال کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.

نوموړې د خپل خاوند د هغه حق اخیستو په تمه ده چې حکومت هر کال ورکولې او دې د وروستي ځل لپاره تېر مالي کال اخیستې دي.

دا وایي: "موږ د کور کرایه ورکوو، خوراکي توکي هم زیات قیمته دي. له بلې خوا ژمی هم په رارسېدو دی. هوا هم زیاته سړه شوې ده، زیاتې ستونزې لرم، نور کورونه ښه دي حداقل یو نارینه لري چې ورته کار وکړي، خو زما لپاره ستونزمنه ده. د دې لپاره چې زه په کور کې څوک نه‌لرم چې کار وکړي او ښځو ته بهر ته د تګ اجازه نه‌شته."

د جګړې له امله یوه کونډه شوې افغان مېرمن
د جګړې له امله یوه کونډه شوې افغان مېرمن

دا یوازې نظامیان نه‌دي چې دا ډول برخلیک لري، بلکې د هغو ملکي مأمورینو وضعیت هم په همدې ډول دی چې کلونه‌یې د افغانستان په ملکي ادارو کې کار کړی.

عبدالصمد د خپل عمر ۳۸ کاله په دولتي ادارو کې دنده مخ ته وړې او وروستی مأموریت‌یې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت کې و.

هغه وايي، د تېر حکومت په وروستیو کې تقاعد شو، خو تر اوسه‌یې یوه افغانۍ هم نه‌ده اخیستې.

عبدالصمد وایي: "څو ځلې چې زه د تقاعد او خزاینو ریاست ته تللی یم، هلته د اسلامي امارت مسؤلانو د بودجې د نشتوالي له امله د دولتي او پوځي کارکوونکو د معاشونو له ورکړې انکار کړی."

خو د دې ټولو اندېښنو ځواب د طالبانو په پرېکړې پورې تړلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: " هغه یتیمان چې خپل کورنۍ او یا د کور مشران‌یې له لاسه ورکړي دي، زیات غور ته اړتیا لري او له هغې وروسته‌یې په اړه پرېکړه کولای شو، خو په ټوله کې موږ ټولو یتیمانو او هغه څوک چې کونډې شوي د لاسنیوي لپاره ځان ژمن بولو."

مجاهد وایي هغه یتیمان چې خپل کورنۍ او یا د کور مشران‌یې له لاسه ورکړي دي، زیات غور ته اړتیا لري.
مجاهد وایي هغه یتیمان چې خپل کورنۍ او یا د کور مشران‌یې له لاسه ورکړي دي، زیات غور ته اړتیا لري.

سره له دې چې د متقاعدینو کره شمېره تر اوس په واک کې نه‌شته، خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویلي و چې د سیستم په فعالولو سره به د برېښنايي تذکرو په درلودو سره د ټولو تقاعد شويو دولتي کارکوونکو معاشات ورکړي، خو د پخواني پوځیانو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG