د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

خپرندویه ټولنې: د کتابونو پي ډي ایف او انلاین خپرولو د کتابونو پلور کم کړی


ارشیف: په جلال اباد کې یو کتاب پلورنځی
ارشیف: په جلال اباد کې یو کتاب پلورنځی

د یو شمېر خپرندویه ټولنو مسوولان وايي، په وروستیو کې ځینو کسانو په خپل سر د دوی کتابونه پي ډي ایف کړي او انلاین یې خپاره کړي چې دې کار د کتابونو پلور هم کم کړی دی.

کتاب خپرونکي او پلورونکي که څه هم وايي، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او ورسره ګڼ لوستي افغانان له هېواده وتلي او د کتابونو پلور کم شوی، خو ترڅنګ یې دا ادعا هم کوي چې د ځینو کسانو لخوا په خپل سر د دوی د چاپ شویو کتابونو پي ډي ایف او انلاین خپرولو هم د دوی کاروبار ته تاوان رسولای.

د دانش خپرندویه ټولنې یو مسوول سپين سهار وايي، که په خپل سر د چاپ شویو کتابونو پي ډي ایف او انلاین خپرول دوام وکړي، له دې امله د خپرندويه ټولنو کار په ټپه درېدلای شي.

سهار وویل: "دا د خپرندویه ټولنو د بندېدو یو لامل کېدای شي، ځکه خپرندویه ټولنې چې کوم کتابونه چاپوي او پلوري یې، بېرته په هماغو پیسو نور کتابونه چاپوي. که چېرته دا ټولنې یو کتاب په کاغذي بڼه چاپ کړي او و نه پلورل شي، دوی نه شي کولای نور کتابونه چاپ کړي، ځکه له دې امله یې فعالېت په ټپه درېدای شي. زما په اند دا یوه اخلاقي بې مسولیتي ده چې یو څوک د یو چا له اجازې پرته چاپ شوی کتاب په پي ډي اېف بڼه خپروي."

په انلاین ډول د کتابونو د خپرولو یوه موخه ښايي دا وي چې هغوی هم په کم لګښت ورته لاسری پیدا کړي، کوم چې د اخیستلو توان یې نه لري.

خو د مازدیګر خپرندویه ټولنې مشر عزت الله ځواب بیا وايي، دوی کتابونه په دومره لوړه بیه نه خرڅوي چې څوک یې د اخیستلو وس و نه لري.

ځواب وویل: "څوک چې له علم سره مینه ولري، هغه که پیسې هم ونه لري علم حاصلولای شي، ځکه اوس علم حاصلول اسانه شوي. کتاب خپرونکي هم دومره ظالمان نه دي چې کتابونه په لوړه بیه وپلوري، واړه کتابونه په ۱۰۰ افغانۍ او غټ په ۳۰۰ افغانۍ دي، نو یو څوک چې د ۳۰۰ ډالرو موبایل په جیب کې ګرځوي او په اوونۍ کې د ۵۰۰ افغانیو انټرنېټ فعالوي، دی په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ کتاب نه شي اخیستلای؟"

ځواب وايي، هغه چاپ کړي کتابونه یې ډېر نه دي پلورل شوي چې په پي ډي ایف بڼه په انټرنېټ کې خپاره شوي دي.

د خپرندویو ټولنو مسوولان دا کار د کاپی رایټ قانون خلاف بولي او له لیکوالو او ژباړونکو هم غواړي، چې خپل د کتابونو پی ډي اف له نورو سره شریک نه کړي.

لیکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سلاکار نجیب منلی وايي، د کاپي رايټ د قانون پر بنسټ د لیکوال له اجازې پرته د هر ډول اثر خپرول غیرقانوني کار دی.

لیکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سلاکار نجیب منلی
لیکوال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی سلاکار نجیب منلی

منلي وویل: "د کاپي رايټ په قانون کې داسې ویل شوي دي چې د لیکل شوي او تخلیق شوي اثر په هره بڼه خپرول د کاپی رايټ تابع دي. کله چې په هره بڼه وي، پي ډي ایف هم په کې شامل دی، د کاپي رایټ د قانون یوازېنۍ استثنا شخصي استفاده ده، یعنې یوازې شخص د ځان لپاره یې کاپي کولای شي، مګر د عمومي استفادې لپاره یې کاپي اخیستل ناجایز دي."

د افغانستان د کاپي رایت قانون، د مولف، مصنف، هنرمند او څېړونکي د حقونو د ملاتړ په موخه، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په ۷ فصلونو او ۴۶ مادو کې د وخت د ملي شورا له خوا تصویب او د هغه مهال د جمهور رییس محمد اشرف غني له خوا توشیح او د تطبیق وړ وګرځېد.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

د دغه قانون تر توشیح او تطبیق ورسته یو ځل د عازم په نوم د کتاب خپرولو موسسې له همدې امله، چې د دوی له خوا د یو چاپ شوي کتاب پي ډي ایف بڼه ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې وه، د اعتراض په دود خپل فعالیت هم ودروو، چې بیا وروسته د هغه مهال د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند رسنیو ته وویل، دا موضوع دوی سترې محکمې ته لېږلی ده.

خو لیکوال احمد سمون شریفي چې خپله هم وېبپاڼه لري او پي ډي ایف کتابونه په کې خپروي، وايي، د دې لپاره چې په خپل سر د تازه چاپ شویو کتابونو د پي ډي ایف کولو مخه ونیول شي، دی ښه بولي چې په افغانستان کې خپرندویه ټولنې خپله کتابونه په انلاین بازار کې وپلوري.

سمون وویل: "د کاپي کولو حق هم یوه مهمه مسئله ده، خو دا چې نړۍ د ډيجيټل کېدو لور ته روانه ده، هېڅوک د دې مخه نه شي نیولای چې دا کتابونه دې پي ډي ایف نه شي، خو دا چې په سم ډول وشي او خپرونکو ته هم تاوان و نه رسېږي. زما وړاندیز دا دی چې دوی دې خپله کتابونه په انلاین ډول وپلوري، مثال په امریکا یا اروپا کې که یو کس په وطن کې چاپ شویو کتابونو ته اړتیا ولري، مجبورېږي چې په یو چا یې سکېن کړي او ځان ته یې وغواړي، چې سکېن شو او یو کس ته ولېږل شو، داسې نورو ته هم لېږل کېږي او خپرېږي خو که انلاین بازار کې وي، هملته یې اخلي."

په افغانستان کې لا ډېرو خپرندویه ټولنو په انلاین نړۍ کې د کتابونو پلور نه دی پيل کړی، نو ځکه دوی غوښتنه کوي چې د دوی چاپ شوي کتابونه دې له اجازې پرته انلاین نه خپرېږي.

د دوی په وینا دا کار د دې تر څنګ، چې د کتاب بازار ته تاوان رسوي ورسره د دوی په خبره د مطالعې فرهنګ هم کمزوري کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG