د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

يونېسف: افغانستان کې د ماشومانو تنفسي ناروغي ډېره شوې


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله او ناداره کورنۍ وايي، دا چې د ژمي په روان موسم کې یې کورونه ساړه دي، د ماشومانو د سینه و بغل درملنه يې کومه مثبته پایله نه ورکوي.

شکیبا د دریو ماشومان مور ده، خو ټول په شدیدې تنفسي ناروغیو اخته دي او د کمزوري اقتصادي وضیعت له امله د ماشومانو درملنه نه‌شي کولای.

نوموړې وايي: "دلته هوا ډېره سړه ده، زه خپله هم ناروغه یم، خو ماشومان مې ډېر ناروغان دي، که څه هم اقتصادي ستونزې ډېرې لرم خو بیا هم ډاکټر ته څو ځلې ورغلې یم، څو د ماشومانو درملنه مې وکړم، خو هوا ډېره سړه د درملنې سره، بیا مې هم ماشومان روغ نه‌شول."

دلته هوا ډېره سړه ده، زه خپله هم ناروغه یم

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې د سوړ ژمي له امله د شدیدې تنفسي ناروغیو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

تازه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف ویلي، افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، کورنی هم د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای خپل کورونه تاوده وساتي نو ځکه؛ ماشومانو کې د سینه و بغل ناروغي ورځ تر بلې ډېرېږي.

یونېسف د چهارشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په سږني ژمي کې په افغانستان کې په ماشومانو کې سختې تنفسي ناروغۍ دوه برابره زیاتې شوي دي.

افغانستان کې د هوا په سړېدو د ماشومانو بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوي دي.
افغانستان کې د هوا په سړېدو د ماشومانو بېلابېلې ناروغۍ ډېرې شوي دي.

د یونېسف د راپور پر بنسټ په تېرې یوې لسیزې کې افغانان سږ کال له تر ټولو سخت ژمي سره مخ دي.

يادې ادارې ویلي، د تېر کال په ډسمبر کې ۲۵۰۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي چې د ۶۵ تر ۷۵ سلنه یې د پنځو کالو کم عمر لرونکي ماشومانو کې لیدل شوي په دې سره په تېرو دریو کلو کې تنفسي ناروغۍ دوه برابره ډېره شوې ده.

یونېسف ویلي د تېرو کلونو راهیسې ماشومان د بېلابېلو محرومیتونو، خوارځواکۍ، د خوړو بې‌ساری بحران، شدیدې سړې هوا له امله په بې‌ساري توګه د ناروغیو له ګواښ سره مخ شوي دي.

د یونېسف د اټکل له‌مخې په افغانستان کې شاوخوا (۹۰۰زره/۹۰۰۰۰۰)ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي له شدیدې او ۲.۳ میلیونه ماشومان له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په داسې حال کې په افغان ماشومانو کې د سختو تنفسي ناروغیو د دوه برابره کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي، چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې سیف ده چلډرن یوه ورځ وړاندې ویلې وو، چې په دې ساړه ژمي کې په افغانستان کې یو شمېر ماشومان مړه کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG