د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

ډېلي مېل: د امریکا جمهوريپالو د طالبانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې


د طالبانو ځينې مشران
د طالبانو ځينې مشران

ډېلي مېل ورځپاڼه:

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې د امریکا په کانګرس کې د جمهوریپال ګوند مشر د ولسمشر جوبایډن پر اداره نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یوازې د طالبانو پر شپږو مشرانو د بندیزونو په اعلان سره یې غوښتي دي چې د افغان نجونو له حقونو دفاع وکړي.

د امریکا د کانګرس د نړیوالو اړیکو د کمېټې رییس مایک مککال د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته په یوه لیک کې لیکلي، د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې د طالبانو یوازې شپږ تنه مشران په تور لېست کې شامل شوي په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې دي.

د ولسمشر بایډن اداره د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو په لانجمنه مسئله کې هم د جمهوريپالو وکیلانو تر سختو انتقادونو لاندې راغلې وه.

د ډېلې مېل مطلب زیاتوي چې جمهوريپالو د افغان نجونو د حقونو د دفاع په برخه کې د بایډن د ادارې اقدامات د خواشینۍ وړ بللي او د طالبانو پر ضد یې تر دې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

مککال ښاغلي بلېنکن ته په خپل لیک کې زیاتوي، د ولسمشر بایډن له ژمنې سره سره چې ویلي یې و، له طالبانو سره به حساب کتاب وکړي له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند لا هم غیرانساني دی او بدلول یې جدي اقدامات غواړي.

مککال غوښتنه کړې چې د امریکا له‌خوا د طالبانو پر سفر د بندیزونو په لېست کې باید د طالبانو نور چارواکي هم ورزیات شي.

ډېلي مېل د بهرنیو چارو د وزیر بلېنکن د تېرې میاشتې څرګندونو ته چې ویلي یې و، د هغو طالب مشرانو د ویزې امکانات به محدود شي چې په دې پرېکړه کې ښکېل دي، اشاره کوي او لیکي چې د استازو په جرګه کې د جمهوريپال ګوند مشر ویلي، د متحدوایالتونو اوسني اقدامات کافي نه‌دي.

د فرنټ لاین پرسپیکټیف:

د فرنټ لاین پرسپیکټیف په نوم د بریتانیا د یوې تحقیقاتي موسسې خپرونې په یوه مطلب کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې وختونو ته کتنه کړې او لیکي چې د طالبانو ډلې حتی له ۲۰۱۷ کال راهیسې پرمختللې وسلې او له هغې ډلې په شپه کې د لیدو وسایل او داسې دوربینونه لرل چې د حرارت په وسیله شیان موندلی شي.

خپرونه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال یو راپور ته اشاره کوي چې په‌کې ویل شوي، د طالبانو په هرو لسو یا پنځلسو جنګیالیو کې یوه دا پرمختللې وسلې لرلې.

خپرونه وړاندې لیکي چې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پر پوستو او د ښارونو پر دفاعي کرښو شپنۍ حملې د طالبانو په لاس د ځینو سیمو د سقوط اصلي عامل و او حتی د ټول افغانستان د نیولو پر مهال هم طالبانو اکثر د شپې عملیات کول او سیمې یې نیولې.

د فرنټ لاین پرسپیکټیف خپرونه پوښتنه کوي چې طالبانو دا ډول پرمختللې وسلې له کومو لارو ترلاسه کولې؟

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG