د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ځینې کابل ښاریان: د روژې د ځانګړو خوراکي توکو د پېر او پلور بازار سوړ دی


ارشیف
ارشیف

په کابل کې روژې لپاره د یو شمېر ځانګړو خوراکي توکي پلورونکي او اخیستونکي وايي، سږ کال پېر او پلور د تېرو روژو په څېر نه دی.

په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه شته، خو پلورونکي له سوړ بازار او اخیستونکي له خپل کمزور اقتصادي وضعیت څخه شکایت لري.

د روژې د ځانګړو خوړو لکه اچار، مربا او لبنیاتو یو شمېر پلورونکي وايي، سږ کال د جمهوریت د کلونو په پرتله د خلکو اقتصاد کمزوری دی او د دوی په پلور کې هم کموالی راغلی.

فیصل احمد هر کال په روژه کې د اچار او لبنیاتو د پلور کار کوي.

هغه په تېرو څو ورځو کې د خپل بازار په اړه وویل: "د تېرو کلونو په څېر مو سږ کال هم ترشي او اچار راوړي څو د روژې په میاشت کې یې خرڅ کړو. سږ کال ولاړم او ۶۰۰۰ افغانۍ مې په دې کار بندې کړې، خو د تېرو دوو ورځو راهیسې مې یوازې دو سوه افغانۍ سودا کړې."

ده زیاته کړه چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د خلکو اقتصاد یو څه ښه وه نو ځکه د دوی کار هم هغه وخت ښه و.

د کابل اوسېدونکی مسعود وایي، په تېرو کلونو کې به یې د روژه ماتې لپاره ډېرې ښې هوسانې چمتو کولې، خو په خبره یې، سږ کال یې د مالي ستونزو له امله نه شي کولای.

هغه وویل: "پخوا به مو په کور که هوسانې پخولې لکه بولاني، اشک او پکوړې. که په کور کې به مو افطار ونه وکړ او څه به نه و نو کورنۍ سره به یوځای ولاړو بازار ته، افطار به مو بازار کې وکړ او بېرته به راغلو. له بده مرغه اوس هغه شان اقتصاد نه دی راپاتې."

ارشیف: په کابل کې د سبزیو یوه هټۍ
ارشیف: په کابل کې د سبزیو یوه هټۍ

مهدي د کابل ښار یو بل اوسېدونکی دی.

هغه وايي، سږ کال د سبزیجاتو، مېوو او لبنیاتو بیې لوړې شوي او دوی په روژه ماتې او پیشنمي کې د ښو خوړو د چمتو کولو توان نه لري.

ده خپلو اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره ازادي راډيو ته وویل: "زه خپله د دولت کارکوونکی وم، خو اوس بې کاره او ناروغه یم. هېڅ چاره نه لرم غیر له دې چې د خدای دربار ته صبر وکړم. زه که روژه ماتې ته یو څه چمتو هم کړم، نو پیشنمي ته یې نه شم چمتو کولای. ستونزې ډېرې دي."

د کابل ښار د اوسېدونکو په خبره له یوې خوا د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او له بلې خوا په بازارونو کې د خوراکي توکو لوړو بیوو د د دوی ستونزې دو چنده کړي دي.

په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې بې وزلي، بې کاري او اقتصادي ستونزې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږی دفتر اوچا د راپور پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG