د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ام‌ډي‌سي: هره مياشت تر سلو ډېرې ښځې او ماشومان د ماينونو قرباني کېږي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د "ام‌ډي‌سي" د ماین پاکۍ مؤسسه وايي، اوس هم په افغانستان کې هره میاشت له ۱۲۰ تر ۱۲۵ تنه د ماینونو قرباني کېږي چې، ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

علي احمد د هغو دوو ماشومانو پلار دی چې د ماین په چاودنه کې یې یو ووژل شو او بل یې ټپي شو.

نوموړى وايي، دا پېښه د روان کال د وري یا حمل میاشتې په درېیمه د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په شهیدکان کلي کې وشوه.

نوموړی وايي: "دا چاودېدونکي توکي د ځمکې لاندې نه، بلکې په یوه میدان کې وو. د چاودنې له ځایه ښکاري چې یو څه یې پر تیږه ايښي، په څټک یې وهلي او چاودنه یې کړې ده. هغه ماشوم مې چې شهید شو، یوه پښه او اوږه یې ماتې شوې وې او یو لاس یې پرې شوی و. یو بل زوی مې په غاړه او پښه کې ټپي شوی و. په دې چاودنه کې مې یو بل وراره شهید شو او د خورین مې بیا د ستوني لاندې برخه سورۍ شوې ده."

ورته پېښه د وري میاشتې په لومړیو کې د غزني ولایت په واغذ ولسوالۍ کې هم رامنځته شوه چې یو تن په‌کې ووژل شو او ۵ پنځه تنه نور یې ټپیان کړل.

"ماین د خېمې په منځ کې وچاودېد چې پنځه نفره ټپیان په‌کې شول او یو نفر شهید شو

د دې کورنۍ یوه غړي غلام فاروق ازادي راډيو ته وویل: "ماین د خېمې په منځ کې وچاودېد چې پنځه نفره ټپیان په‌کې شول او یو نفر شهید شو، په ټپیانو کې یوه ښځه ده. دې چاودنې زموږ خېمه له منځه یوړه او تاوان یې را ورسولو."

په افغانستان کې په څو لسیزو جګړو کې ښکېلو اړخونو ګڼ ماینونه او نور چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي دي چې د ماین پاکۍ مؤسسو له کلونو هڅو سره هم دا ماینونه د افغانستان په ځینو سیمو کې پاتې دي.

د "ام‌ډي‌سي" په نوم د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې مشر شهاب حکیمي ازادي راډيو ته وویل، د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د چاودنو ډېری قربیان ښځې او ماشومان دي.

نوموړی وايي: "اوس هم په میاشت کې د ماینونونو د چاودنو له امله له ۱۲۰ تر ۱۲۵ تنو تلفات لرو. مرمۍ، ماینونه او بوشکه يي بمونو لا چاودنه نه‌ده کړې. د پرسونل ضد او هغه ساحې اوس هم شته چې غټ ماینونه په کې دي، ځکه تلفات هم شته."

شهاب حکيمي
شهاب حکيمي

ښاغلی حکیمي زیاتوي، اوس هم په افغانستان کې یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه متر مربع ځمکه له ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو څخه نه‌ده پاکه شوې او همدا ډول بوشکه‌يي بمونه چې د تېر جمهوري نظام په مهال طالبانو اېښي، په بېلابېلو سیمو کې شته.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، له ۱۹۸۹ کال را په دې خوا تر اوسه ۵۷ زره غیرنظامیان په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې مختلفې سیمې له ۱۹ میلیونه ډېرو ماینونو څخه پاکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د ماینونو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې مختلفې سیمې له ۱۹ میلیونه ډېرو ماینونو څخه پاکې شوې دي.

په ورته وخت کې دې دفتر ټینګار کړی چې، اوس هم د ماینونو تر ۴۱۵۰ پېژندل شوي خطرونه شته چې د افغانانو په ځانګړې ډول د ماشومانو لپاره یو مرګونی ګواښ دی.

د ماين پاکۍ يو کارکوونکی کندهار کې ساحه کې د کار پر مهال، انځور - ارشيف
د ماين پاکۍ يو کارکوونکی کندهار کې ساحه کې د کار پر مهال، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم څو ورځې مخکې پر خپل ټوېټر لیکلي و چې په ۲۰۲۲ کال کې تر ۷۰۰ ډېر ماشومان په افغانستان کې له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکه په چاودنو کې وژل شوي یا هم معلول شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، په ورځني ډول دوه ماشومان د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت ویلي دي، د روغ پاتې کېدلو لپاره هېڅ تضمین نه‌شته، تر هغو چې لارې او کروندې له ماینونو پاکې نه‌شي.

ګوتېرش په دې پیغام کې د ماینونو په وړاندې د خلکو د خوندیتوب لپاره نړيوالې هڅې مهمې بللې دي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ مؤسسو د معلوماتو پر بنسټ په پام کې وه چې، تر ۲۰۲۵ کاله پورې افغانستان له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاک شي، خو په تېرو دوو کلونو کې د ماین پاکۍ په برخه کې د نړيوالو مرستو له کمېدو سره دا پروګرام به نور لس کاله وخت هم ونیسي.

د "ام‌ډي‌سي" مؤسسې مسوولين وايي، په وروستیو دوو کلونو کې د ماین پاکۍ په برخه کې نړيوالې مرستې له ۱۲۰ میلیونه څخه ۴۰ میلیونه ډالرو ته راښکته شوي چې له دې امله د ماین پاکۍ مؤسسو ۸ زره کارکوونکي بې دندې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG