د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د شمالي ولايتونو يو شمېر کروندګر د ملخانو حملو اندېښمن کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وايي، په کروندو او محصولاتو یې د ملخانو بریدونو ته اندېښمن دي.

د بغلان یو کروندګر عبدالستار وايي، ملخانو یې د غنمو او نورو حاصلاتو یوه لویه برخه له منځه وړې ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ کښتونه یې ډېر وخوړل، زغر، اینجه او غنم مو کرلي وو. حکومت باید د دې ملخانو غم وخوري او مرګ ته یې دوا پیدا کړي."

د بغلان ولايت يو بل کروندګر نجيب الله وايي، سږ کال د وچکالۍ ترڅنګ په کروندو یې د ملخانو برید یو بل تاوان و چې د دوی حاصلاتو ته واوښت.

دا کروندګر وايي: "دا سږ کال موږ له تباهۍ سره مخامخ یو. کښتونه مو ملخانو وخوړل، مال مو تباه دی، واښه نه‌شته، بارانونه نه‌شته، وچکالي ده، اوس حیران پاتې یو چې کومې خوا ته مخه کړو؟"

د فارياب ولايت د اندخوى ولسوالۍ اوسېدونکى بلال هم پر خپلو حاصلاتو او ونو د ملخانو د برید په اړه اندېښنه لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "تېر کال مو لږ غنم او اوربشې درلودې. سږ کال دومره حاصلات نه‌لرو، خو ملخان د توتانو په ونو او شنو ونو برید کوي."

بزګران داسې مهال د دوى په کښتونو د ملخانو له بریدونو شکایت کوي چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په یوه راپور کې ویلي و، دوی د افغانستان په شمالي ولایتونو بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل، تخار او د غور ولایت په یوه برخه کې د مراکشي ملخانو وده لیدلې ده.

د بغلان یو کروندګر عبدالستار وايي، ملخانو یې د غنمو او نورو حاصلاتو یوه لویه برخه له منځه وړې ده.
د بغلان یو کروندګر عبدالستار وايي، ملخانو یې د غنمو او نورو حاصلاتو یوه لویه برخه له منځه وړې ده.

په شمالي ولایتونو کې یو شمېر نورو کروندګرو ازادي راډيو ته وویل، که څه هم تر اوسه یې په خپلو کروندو کې ملخان نه‌دي لیدلي، خو اندېښنه لري چې که په راتلونکو اوونیو کې د دوی پر کروندو ملخان برید وکړي، حاصلات به یې له منځه ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د معلوماتو له مخې مراکشي ملخان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د چاپيریال له شرایطو سره سم د مې او جون میاشتو تر منځ په لوړو سیمو کې هګۍ اچوي او ځوان ملخان د راتلونکي کال د مارچ په وروستیو کې له هګیو راوځي او شاوخوا ګیاوې خوري.

دې ادارې زياته کړې چې سږ کال د ملخانو وده تر بل هر وخت ډېره وه.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، په افغانستان کې د مراکشي ملخانو وده یوه لویه اندېښنه ده، ځکه د دې ادارې په وینا مراکشي ملخان له ۱۵۰ ډېر ډولونه او د ونو محصولات خوري، چې ډېره برخه یې په افغانستان کې وده کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې د ادارې استازي ریچارډ ټرنکارډ ویلي، چې دا کار د کروندګرو او د ټول هېواد لپاره لوی ګواښ دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت د اقداماتو په اړه هم نظر ولرو، خو د یاد وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، له خپلو همکارانو او ځايي خلکو سره په ګډه هڅه کوي چې د ملخانو وده په دودیزه بڼه کنټرول کړي، خو د دوى په خبره، د کیمیاوي موادو د کمښت له امله دا کار کافي نه‌دی.

XS
SM
MD
LG