د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

سرګي لاوروف: طالبان دې په سیاسي او قومي لحاظ یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له طالبانو یو وار بیا غوښتنه وکړه، چې په سیاسي او قومي لحاظ یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مهرالدین سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، دوی د افغانستان په اړه ځینې ګډې اندېښنې لري.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، سرګي لاوروف وویل، دوی په افغانستان کې په سیاسي او قومي لحاظ د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو او له افغانستانه د تروریزم، غیرقانوني کډوالۍ او مخدره موادو د قاچاق د خطر په وړاندې د مبارزې غوښتنه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، له تاجکستان سره یې وخت ناوخت د افغانستان پر مسایلو له نږدې بحثونه کړي دي.

د طالبانوځینې مشران
د طالبانوځینې مشران

غوث جانباز چې په روسیه کې یې د ډیپلومات په توګه کار کړی وايي، سرګي لاوروف تاجکستان ته ناڅاپي سفر نه دی کړی، بلکې روسیه د افغانستان په باب ځینو تحولاتو اندېښمنه کړې.

هغه وویل: "په افغانستان کې چې په وروستیو کې ځینې پېښې وشوې او تحولات راغلل، لکه افغانستان ته د قطر د هیئت سفر چې هغه کومې پایلې درلودې. دغه راز هغه تاوتریخوالی یا لفظي شخړه چې د طالبانو او ایران ترمنځ رامنځته شوه. دغه راز د امریکا د سفیر څرګندونې چې هغوی نه غواړي د طالبانو پر ضد د ډلو ملاتړ وکړي او افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ شي چې د بشر حقونه رعایت کړي، لاوروف په تاجکستان کې د امریکا د سفیر دغه څرګندونې درواغجنې وبللې. دا هغه پېښې دي، چې لاوروف یې دې ته اړ کړ، چې تاجکستان ته لاړ شي او له خپل دې متحد سره له نږدې وګوري او پر خپل اتحاد ټینګار وکړي. د روسیې فدراسیون پر دې هم اندېښنه لري، چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان له طریقه د روسیې پرضد کومه دویمه یا درېیمه جبهه رامنځته نه شي."

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

تر دې مخکې هم روسیې او تاجکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو تل خپل حکومت ټولګډونه بللی دی.

که څه هم د طالبانو د اوسني حکومت دوه کلونه په پوره کېدو دي، خو د روسیې او تاجکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو روسیه، د پاکستان، ایران او چین په څېر په هغو هېوادونو کې راځي چې د افغانستان سفارت یې د طالبانو له خوا معرفي شویو ډیپلوماتانو ته سپارلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون ویلي، روسي چارواکو د طالبانو له استازو سره په خپلو تماسونو کې دوی هڅولي، چې د بشري حقونو د درناوي او د ټولګډونه حکومت د تشکیل په ګډون د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG