د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

د شانګهای سازمان غونډه؛ ګډونوالو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین وبلل


د شانګهای سازمان غړیو د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم هند کې غونډه کړې وه چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی و. 05.05.2023
د شانګهای سازمان غړیو د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم هند کې غونډه کړې وه چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون کړی و. 05.05.2023

داسې مهال چې افغانستان د شانګهای سازمان ناظر غړی دی او په دې هېواد واکمن طالبان یادې غونډې ته یو ځل بیا نه‌دی بلل شوی، خو د دې سازمان په نننۍ غونډه کې یو مهم بحث د افغانستان روان وضعیت و.

د هند صدراعظم نریندرا مودي چې د شانګهای سازمان انلاین سرمشریزې کوربه و، په خپله وینا کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د افغانستان حالت نېغ په نېغه د شانګهای سازمان پر غړو هېوادونو اغېز لري.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان خاوره باید د ناامنۍ د خپرولو لپاره ونه کارول شي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

نوموړي وویل: "د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای سازمان د ډېرو غړو هېوادونو په څېر دي. موږ باید د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره په ګډه هڅې وکړو. د افغانانو لپاره بساینه، د ټول منلي حکومت جوړېدل، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره مبارزه، ماشومانو او ښځو ته یې د حقوقو ورکول او نور زموږ مسوولیتونه دي."

د هند صدراعظم له ترهګرۍ سره په بې‌ توپیره مبارزې هم ټینګار وکړ او د هغو هېوادونو پر ضد یې د شانګهای سازمان د غړو د جدي اقدام غوښتنه وکړه چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم په خپلو خبرو کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د مشخصو تدابیرو په نیولو سره وښيي چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ لپاره نه‌ کارول کېږي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

هغه د طالبانو له اوسني رژیم سره د نړیوالې ټولنې د تعامل غوښتنه هم وکړه.

د شانګهای سازمان په غونډه کې د تاجکستان او ایران ولسمشرانو بیا په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړېدو او ترڅنګ یې د بین الافغاني ډیالوګ په پیل ټینګار وکړ.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د روان حالت په اړه وویل: "شانګهای سازمان باید په دوامداره توګه د افغانستان وضعیت په پام کې ونیسي. له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو څخه پاک افغانستان زموږ په ګټه دی. موږ باور لرو چې په دې هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یو له مهمو شرطونو څخه د یو رغنده بین الافغاني ډیالوګ رامنځته کول دي چې موخه یې د مخکښو سیاسي او ټولنیزو ډلو په ګډون د یو رښتیني ټولشموله حکومت جوړول دي. له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق کچه د ګواښ تر کچې رسېدلې ده."

خو د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په واضحه ټکو وویل چې په افغانستان کې تلپاتې سوله د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته امکان نه‌لري.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

نوموړي وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت چې له خپلې ونډې یې په زیاته توګه د افغان کډوالو کوربه‌توب کړی په دې باور دی چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله د ټولو ډ‌لو، قومونو، سیاسي ګوندونو او مذهبي جریانونو څخه د یوه ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته امکان نه‌لري."

د طالبانو له حکومت مو د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د را پورته شویو اندېښنو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې رانه کړ، مګر وړاندې یې ویلي، افغانستان خوندی دی او نورو هېوادونه به ترې ونه ګواښل شي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د شانګهای سازمان په غونډو کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان پاکستان او هند د دې سازمان بشپړ غړي دي او په کې د ایران غړیتوب رسماً نن ومنل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG