د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د بامیان یو شمېر اوسېدونکي: د بیزو تڼاکې ناروغۍ زمونږ څاروي له منځه وړي


په بامیان کې د بیزو تڼاکې په ناروغۍ اخته یوه غوا
په بامیان کې د بیزو تڼاکې په ناروغۍ اخته یوه غوا

د باميان ولايت د ورس، پنجاب او يکاولنګ ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوى په څارويو کې د بیزو تڼاکې د ناروغۍ د خپرېدو له امله يو شمېر څاروي یې له منځه تللي.

محمد د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه وايي، له شلو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د بیزو تڼاکې ناروغي خپره شوې ده.

نوموړي وويل، د دوی غواګانې تبه لري او بې اشتها وي، د دوی په بدن کې داسې دانې راخېژي، چې د مړینې لامل يې ګرځي.

هغه ازادي راډیو ته وويل: "زموږ په کلي کې دغې ناروغۍ له شپږو څخه زياتې غواګانې وژلي دي. نورې غواګانې هم ناروغه شوې دي. زما غواګانې هم ناروغه شوې وې. ستونزه د شیدو غواګانو کې ده چې که مړې شي، خلکو ته به ډېرې ستونزې راولاړې کړي. هغه غواګانې چې واکسين شوي دي هم مري. زما غوا هم واکسین شوې وه، خو مړه شوه."

نوموړی زیاتوي چې غواګانې قرنطینوي، خو د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي باندې یې اغېز نه دی کړی.

د باميانو ولایت د يکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکى اکبر وايي، له يوې مياشتې راهيسې په دې ولسوالۍ کې ياده ناروغي خپره شوې او مالداران د دې ناروغۍ د خپرېدو او دوام څخه اندېښنه لري.

نوموړی ادعا کوي چې د درملنې امکانات لږ دي او ځینې خلک کورنۍ درملنه ترسره کوي.

نوموړی وايي: "ډېری خلک کورنۍ درملنه کوي، ځینې شخصي ویترنر ته ځي. د هغو کسانو څاروي چې ناروغه و او ښه نه شول، دې ته اړ شول چې له منځه یې یوسي او دفن یې کړي."

په بامیان ولایت کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس ملا ګلاب الدین ذبیح الله ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې دا خبره تاییده کړه چې، د بیزو تڼاکې ناروغي د دغه ولایت په ورس، پنجاب او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو کې خپره شوې ده.

په بامیان کې د بیزو تڼاکې په ناروغۍ اخته یو څاروی
په بامیان کې د بیزو تڼاکې په ناروغۍ اخته یو څاروی

هغه وايي، په دغه ولایت کې د روغو څارویو د واکسین د تطبیق بهیر روان دی.

نوموړي په دغه پیغام کې لیکلي، واکسین یوازې د روغو څارویو لپاره تطبیقېږي.

هممهاله په بامیان ولایت کې د طالبانو حکومت د کرنې ریاست د حیواني ناروغیو سره د مبارزې رییس شمس الحمد افشار ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د دې ناروغۍ د تلفاتو دقیق شمېرې نه لري.

هغه زياته کړه چې د واکسين له تطبيق وروسته ٣ ناروغ څاروي مړه شوي او لامل يې دا دى چې ناروغو څارويو ته بايد واکسين تطبيق نه شي.

افشار وويل، دوی د بیزو د تڼاکې ناروغۍ د کنټرول په موخه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مرسته د واکسيناسيون کمپاين پيل کړى دى.

نوموړی وايي: "شاوخوا ۱۴۲ زره دوزه واکسین به تطبیق کړو چې ۷۷ زره و ۴۴۳ دوز واکسین په دې ولایت کې تطبیق شي. دا واکسین د ۳۰ تنو ډاکټرانو له خوا تطبیقېږي."

د څارویو د ناروغیو متخصص ډاکتر شیرین اغا دانش وايي، دا ناروغي د ځينو حیواناتو لکه موږکانو، خزندګانو او ځینو حشرو لکه ماشو له لارې کورني څارویو ته انتقالېږي.

دانش وايي: "دا ناروغي درملنه نه لري، ځکه چې دا یوه ویروسي ناروغي ده. موږ یوازې د ویټامینونو او انټي بیوټیکونو په کارولو سره کولی شو د څارویو د معافیت سیسټم پیاوړی کړو."

ډاکتر دانش وايي، دغه ناروغي د غوښې او حيواني محصولاتو د استفادې له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

که څه هم په بامیان ولایت کې انسانانو ته د دغې ناروغۍ د انتقال کومه پېښه نه ده ثبت شوې، خو د دغه ولایت د کرنې ریاست وايي، چې د عامې روغتیا د ریاست په همکارۍ یې د دغه ولایت مالدارانو ته ځینې سپارښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG