د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

له افغانستانه تاجکستان ته د ور اوښتو ترهګرو وژنې په اړه د 'ګلف ټوډې' تبصره


د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د یوې سرحدي سیمې انځور
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د یوې سرحدي سیمې انځور

ګلف ټوډې:

ګلف ټوډې ورځپاڼې، په تاجکستان کې د درېیو ترهګرو وژلو ته چې دوشنبې ویلي، د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو، پام اړولی.

ورځپاڼه لیکي، د تاجکستان رسمي خبري آژانس خاور د دې هېواد د امنیتي خدمتونو ادارې له قوله ویلي چې دغه درې تنه د اګست په ۳۰مه د شپې له‌خوا پر پوله اوښتي او غوښتل یې چې د سپټمبر له نهمې، د تاجکستان د ملي ورځې د رخصتۍ له نمانځلو د مخه یو تروریستي عمل ترسره کړي.

وژل شوي کسان د جماعت انصارالله د ډلې غړي بلل شوي او ویل شوي چې د دې ډلې اکثریت غړي د تاجکستان هغه وګړي دي چې د ازبکستان له اسلامي غورځنګ او طالبانو سره له نږدې اړیکې لري.

ویل شوي چې درې واړه ترهګر د تاجکستان وګړي وو چې د شنبې د ورځې په لومړیو کې ووژل شول.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې مشکوکو کسانو د وژل کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او دغه ادعا هم سمدستي په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

وړاندې په مطلب کې راغلي چې تاجکستان چې یو بې‌وزلی، کم نفوس لرونکی او غرنی هېواد دی، په کې امنیت او ثبات ته اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې یې طالبان بیا واک ته ورسېدل.

د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د تاجکستان د دغې ادعا په اړه چې درې واړه ترهګر د افغانستان له خاورې وراوښتي څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼه تردې سرلیک لاندې چې ښځې په افغانستان کې یوه نابرابره جګړه مخ‌ته وړي او موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو یوه لیکنه خپره کړې ده.

لیکواله یې، زهرا جویا د پیل په کرښو کې لیکي، طالبانو موږ له کار کولو منع کړي یو، روغتیایي خدمتونو ته یې له لاسرسي راګرځولي او ښوونځي یې زموږ پر مخ تړلي دي.

ایا موږ باید په یوازې سر دغه مبارزه وکړو؟

زهرا، چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دې هېواده وتلې او اوس په لندن کې په یوه کرایي کوچنۍ خونه کې له خپلې کوچنۍ خور سره اوسي، په دې لیکنه کې وړاندې لیکي، کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شول، یو زیات شمېر خلک په ګډوډۍ او ډېر بد حالت کې له دې هېواده وایستل شول.

دا وایي، موږ هم یوه بل هېوادته ولیږدول شو، داسې هېواد ته چې فرهنګ او ژبه یې دومره بدل و چې سړی داسې ځان احساسوي لکه چې په بله سیاره کې وي.

د ګارډین په دې لیکنه کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو تېرې دوه کلنې واکمنۍ ته که ځیر شو، هغه له مایوسۍ او تیارې ډکه ده.

لومړۍ پوښتنه دا ده چې طالبان څنګه وتوانېدل چې د نړۍ په مخ کې د جنسیتي آپارټایډ لومړنی سیستم رامنځته کړي؟ په څه ډول دا شی ممکن و؟ ولې افغان ښځې پریښودل شوې. هغه ژمنې څه شوې چې نړیوالې ټولنې به تل مطرح کولې؟

لیکواله وړاندې لیکي، له دې ټولو سره سره ښځې په افغانستان کې یوه بشپړه او یوه نابرابره جګړه مخ‌ته وړي او زیاتوي موږ ستاسو ملاتړ ته، هغسې ملاتړ ته چې د اوکراین وګړي یې له تاسو د روسیې په وړاندې جګړه کې د دفاع لپاره غواړي، اړتیا لرو. لطفاً افغان ښخې مه پرېږدئ چې وکړېږي او په یوازې سر دغه مبارزه مخ‌ته یوسي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نجونې او ښځې یې له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځولې او هم یې ښځې په یو شمېر ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG