د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه وښوده


ارشیف: په افغانستان کې وسله وال کسان
ارشیف: په افغانستان کې وسله وال کسان

د منځنۍ اسیا هېوادونو یو شمېر مشرانو د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر ولسمشرانو د دغو هېوادونو د مشرانو په پنځمې مشورتي غونډه کې خپلو هېوادونو ته د افغانستان د وضعیت له امله د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.

نوموړي د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو په پنځمې مشورتي غونډه کې د خپلې وينا په يوه برخه کې له افغانستان څخه تاجکستان ته په ناقانونه توګه د تېرېدو لپاره د ترهګرو ډلو د هڅو يادونه وکړه او زياته يې کړه: "په تېرو کلونو کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو هڅو سره مخ شو چې غوښتل یې له پولې څخه زموږ هېواد ته راشي. دوه ځلې مو له پولې څخه د انصارالله جنګیالیو له تېرېدو مخنیوی وکړ. هغوی غوښتل چې د تاجکستان په مرکز او نورو سیمو کې یو شمیر ترهګریز بریدونه ترسره کړي."

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر دغه شان له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅې ته په اشارې سره وويل، تېر کال يې له افغانستان سره په پوله کې شاوخوا پنځه ټنه نشه يي توکي کشف او نيولي دي.

په ورته وخت کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان وضعیت یو له هغو مهمو لاملونو څخه دی چې د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

د میرضیایف په وینا، دا ډېره مهمه ده چې له طالبانو سره د پولو د امنیت، د اوبو د کارولو او د سیمې د اقتصادي تګلارې په اړه خبرې وشي او د دې کار لپاره یې له افغانستان سره د اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.

هغه زیاته کړه: "زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره زموږ چلند باید زموږ د ګډو ګټو او زموږ تر منځ د همغږۍ پر بنسټ ترسره شي. د دې کار لپاره موږ د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه د اړیکو ډلې د جوړولو وړاندیز کوو."

د قرغزستان ولسمشر صادیر جباروف هم ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د امنیتي سیستم له لومړیتوبونو څخه دي او د ده په وینا، هغه پېښې چې په دغه هېواد او شاوخوا کې یې رامنځته کېږي، د سیمې پر وضعیت مستقیم اغېز لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او دوی له ټولو هېوادونو په تېره له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم وايي، د افغانستان د وضعیت او د سیمې هېوادونو ته د ګواښ په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو ادعاوې حقیقت ته نږدې نه دي.

د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم
د پوځي چارو پوه اسدالله ندیم

هغه ازادي راډیو ته وویل: "ځینې سیمه‌ییز قدرتونه لکه روسیه په منځنۍ اسیا کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره ډېره لېوالتیا لري او د دوی نفوذ باید یوه پته ولري، د وېرې پته وي، دوهم پته وي او داسې یوه پته چې د منځنۍ اسیا د بربادۍ لامل شي او دا پته نن افغانستان دی او دا یو وهم دی او له واقعیت سره سمون نه لري."

دا لومړی ځل نه دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د یاد هېواد د وضعیت له امله خپلو هېوادونو ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

دا اندېښنې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زیاتې شوي، تر دې مخکې هم د دغو هېوادونو له خوا څو ځلي راپورته شوي، خو طالبان یې بې بنسټه بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG