د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

د بخښنې نړیوال سازمان: د زرګونو افغان نجونو راتلونکی او هیلې له خطر سره مخ دي


يو شمېر افغان نجونې؛ طالبان دوی ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي
يو شمېر افغان نجونې؛ طالبان دوی ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د زرګونو افغان نجونو راتلونکی او هیلې له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، د افغان نجونو د حقونو د اعادې لپاره باید سمدستي اقدام وشي.

دغه سازمان په ایکس شبکه کې په یو لړ بیانونو کې ویلي چې څه باندې دوه کاله د مخه د طالبانو په بیا واکمنېدو د میلیونونو افغان نجونو د پرمختګ هیلې او خوبونه مات شول.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو د نجونو د حقونو د اعادې لپاره خپله هېڅ ژمنه نه ده پرځای کړې او لا محدودیتونه زیاتوي.

د بښنې نړېوال سازمان لوګو
د بښنې نړېوال سازمان لوګو

دغه سازمان یو وار بیا د هغه پرلیکه/ انلاین پټیشن/غوښتنلیک لپاره د لا زیاتو لاسلیکونو د ټولېدو او ملاتړ غږ کړی چې هدف یې تعلیم ته د افغان نجونو د پرېښودو او د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کول دي.

د بشري حقونو دغه ملاتړي د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلې په درشل کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش تېره اوونۍ وویل چې په عمومي اسمبلې کې به د افغان ښځو د حقونو په اړه بحث وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش

نوموړي وويل: "په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پوښتنه په جدي توګه زموږ لپاره مهمه ده. دا به یوه له هغو موضوع ګانو وي چې په اجنډا کې به اساسي ځای ولري "

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

له هغې مودې راهیسې طالب چارواکو له شپږم ټولګي پورته لکونه افغان نجونې له ښوونځیو منع کړي.

همداراز یې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

طالبانو د افغان مېرمنو د کارونو مخه هم تر ډېره ډب کړې او په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې چې ملګري ملتونه پکې رانغاړي د ښځو د کار مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG