د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

طالبانو د چین اسیايي لوبو کې ښځینه ورزشکارانې له ګډون منع کړي


ارشیف: په هرات کې د ښځینه‌وو د تکواندو یو کلب
ارشیف: په هرات کې د ښځینه‌وو د تکواندو یو کلب

په داسې حال کې چې په چین کې ترسره کېدونکو اسیایي لوبو کې لسګونه افغان نارینه ورزشکاران د ګډون لپاره چمتووالی نیسي، طالبانو ښځینه ورزشکارانې له ګډون څخه منع کړي دي.

دې کار ته ډېرو ښځينه لوبغاړو غبرګون ښودلى او وايي چې داسې پرېکړې د ښځو د ورزشي پرمختګ مخه نيسي او ښځينه لوبغاړې به له نه جبرانېدونکې شا تګ سره مخ کړي.

د 'ایم ایم اې' د برخې ښځینه ورزشکارې ارزو محمدي ازادي راډیو ته وویل: "طبیعي خبره ده چې په داسې سیالیو کې د ښځو منع کول به په سپورټ ټولنه کې د ښځو د شاتګ لامل شي. که مونږ کلونو هم هڅې وکړو نه یې شو جبرانولی. موږ هیله لرو چې د طالبانو حکومت به زموږ ښځو غږ واوري او ورزشکارانو ته اجازه ورکړي چې په دغو سیالیو کې برخه واخلي."

په ورته وخت کې د تکواندو لوبې افغان ورزشکارې زرغون نوري په اسیایي سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو د بندیز په تړاو وویل، دا نه یوازې د ښځینه لوبغاړو پر روحیې منفي اغېز کوي، بلکې پر نارینه لوبغاړو هم اغېز کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زه د یوې ښځینه ورزشکارې په توګه، د یوې نجلۍ په توګه اعتراض کوم چې ولې ښځې په اسیایي سیالیو کې ګډون نه شي کولی. د سپورټ په ډګر کې مېرمنو پوره هڅه وکړه چې په نړیوالو لوبو کې په ځانګړې توګه اسیایي لوبو کې برخه واخلي، خو اوس اجازه نه ورکول کېږي، ولې؟ دا نه یوازې په ښځو او د المپیک په ملي کمېټه بلکې په نارینه ورزشکارانو هم منفي اغېز لري."

د تکواندو یوې بلې ښځینه ورزشکارې فرزانه خلیګي ازادي راډیو ته وویل: "زه ډېر خواشینی یم چې طالبان ښځو ته د سیالۍ اجازه نه ورکوي. زه نه پوهېږم چې نړیواله ټولنه په دې ټولو ولې چوپه خوله ده. طالبانو له ښځو څخه د زده کړو، کار او هر څه حق اخیستی دی. زه هیله لرم چې ستاسې له لارې زمونږ غږ تر مسوولانو ورسېږي."

د راپورونو له مخې د روانې مياشتې په پای کې به په ۱۷ بېلابېلو لوبو کې ۱۳۳ افغان نارينه ورزشکاران په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره چين ته ولاړ شي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په اسيايي سياليو کې د افغان مېرمنو د نه ګډون په اړه د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې نظر هم واخلي، خو د دې ادارې وياند اتل مشواڼي په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې وړاندې د دې کمېټې عمومي رییس احمدالله وثیق د اسیا جام سیالیو ته د ښځینه لوبغاړو د لېږلو په اړه د رویټرز د راپور په غبرګون کې ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي وو، د لسګونو دغو ورزشکارانو په جوړښت کې به نجونې نه وي.

افغان ورزشکارنې په داسې حال کې په اسيايي سياليو کې د ګډون اجازه نه لري چې څه موده مخکې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې غړو يو کمپاين پيل کړ او د فوټبال له نړيوال فدراسيون یا فيفا یې شکایت وکړ چې دوی په رسمیت نه پېژني.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان واکمن شول، ښځې په لوبغالو کې د ورزش په ګډون له ډېرو فعالیتونو منع شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG