د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

'آی او سي' د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی


په سویس کې د المپیک د نړیوالې کمېټې مرکزي دفتر
په سویس کې د المپیک د نړیوالې کمېټې مرکزي دفتر

د المپیک نړېوالې کمېټې یا 'آی او سي' خبرداری ورکړی که په افغانستان کې د دغې کمېټې د چارو د سمون او ښه کېدو لپاره پیل شوې هڅې ګړندۍ نه شي نو دوی به په راتلونکې ناسته کې د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د المپیک نړېوالې کمېټې په یو تازه اقدام کې د افغانستان المپیک ملي کمېټې ته خبرداری ورکړی که خپلې کړې ژمنې چې د افغان نجونو لپاره د سپورټ په برخه کې لازم او هر اړخیز فرصتونه برابرول دي پوره نه کړې نو د المپيک راتلونکې نړیوالې ناستې که به د افغانستان د سپورټ په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي.

د دغې کمېټې د پیوستون او اړیکو برخې رییس جیمز مکلیوټ د چهار شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، 'آی او سي' په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان ملي المپیک کمېټې او د دغه هېواد د بدني روزنې او سپورټ ریاست سره د وروستیو حالاتو په اړه په ځلونو بحثونه کړي او د هغوي لخوا ورته ویل شوي چې د افغان نجونو د سپورټ لپاره به هر اړخیز او لازم فرصتونه برابروي، خو 'آی او سي' اوس اعلان کړی چې دا هڅې کافي نه دي.

نوموړي په افغانستان کې د سپورټ اوسنی وضیعت د اندېښنې وړ بولي.

هغه زیاته کړه: "'آی او سي' په افغانستان کې سپورټ ته د ښځو او ځوانو نجونو د لاسرسي لپاره د محدودیتونو له امله خورا اندېښمن دی. د دغې کمېټې له پرله پسې غوښتنو سره سره دغه محدودیتونه نه دي بدل شوی او دغه چاره د المپیکي ارزښتونو سره په ټکر کې ده. موږ د افغانستان د ملي المپیک کمېټې او د دغه هېواد د بدني روزنې او سپورټ له ریاست څخه غوښتنه کوو، چې د حاکم نظام له لوړپوړو چارواکو سره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او تمه لرو چې په نږدې راتلونکي کې په ټولو کچو کې د پام وړ پرمختګ او د پام وړ پایلې وګورو."

د هغه په وینا، 'آی او سي' به د ۲۰۲۳م په اکټوبر میاشت کې د اسیایي لوبو وروسته په خپله راتلونکې ناسته کې د افغانستان وضعیت ته بیا کتنه وکړي.

د نوموړي په خبره، د المپیک نړېوالې کمېټې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د افغان پلاوي او ټیم د ګډون په تړاو تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.

خو د افغانستان د تکواندو ملي ټیم غړې ذکیه خدادادي بیا د المپيک نړېوالې کمېټې ورستي خبرداري وېرولې ده.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که د افغانستان سپورټ ته ځانګړې پاملرنه ونه شي ښايي نږدې راتلونکې کې د المپیک نړیواله کمېټه د افغانستان په تړاو خپله پرېکړه وکړي.

هغې وویل: "له بده مرغه هغه ورزشکاران چې د افغانستان دننه او بهر ژوند کوي او غواړي نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي د داسې یوې وېرونکي پرېکړې انتظار باسي او د دې احتمال ډېر زیات دی. تاسو په جریان کې یاست چې د المپیک نړېوالې کمېټې روسیه د اوکراین جګړې په خاطر له ټولو نړیوالو لوبو منع کړه، که په افغانستان کې هم وضعیت سم نه شي د دې پرېکړې احمتال ډېر دی."

دغه ورزشکاره وايي، افغان نجونې په افغانستان کې له ټولو خپلو اصلي حقوقو څخه محرومې شوي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سپورټ په اړه راتلونکې اکټوبر میاشت کې د 'آی او سي' د بورډ په غونډه کې بحث وشي، چې د هند په ممبۍ ښار کې د اسیا له لوبو وروسته جوړېږي.

افغانستان له دې وړاندې د توکیو المپیک سیالیو ته د یوې ښځې په ګډون پنځه ورزشکاران استولي وو، چې دغه سیالۍ بیا د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له خوا د دغه هېواد د واک تر نیولو یوه اوونۍ مخکې پای ته ورسېدې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG