د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه: د افغان ښځو حقونه باید ژر بېرته ورکړل شي


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د افغان ښځو او نجونو حقونه باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.

د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، د افغان ښځو او نجونو حقونه باید ژر تر ژره بېرته ورکړل شي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په خپل ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید د زده‌کړو، کار او تګ راتګ په برخه کې ازادې پرېښودل شي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر لیکلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له بياځلي واکمنۍ راهيسې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند د محدویت له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۸مه غونډه روانه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش تر دې مخکې ویلي و چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو وضعیت به د دې سازمان د غونډو په دې پړاو کې د بحث وړ یوه موضوع وي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې ادعا کوي چې نړیوالې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض په برخه کې عملي اقدام نه‌دی کړی او له همدې امله د دوی غونډې او اعلاميې د باور وړ نه‌دي.

د کابل اوسېدونکې ویدا وايي چې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو د کار له محدودیتونو وروسته په رسنیو کې بې وظیفې شوه.

هغه د ملګرو ملتونو د دا ډول غونډو په تړاو وايي: "دا کنفرانسونه او پروګرامونه زما لپاره دومره د خندا وړ دي چې زه به بیا هیڅکله له داسې خلکو څخه غوښتنه ونه‌کړم، او زما د غوښتنو باور کچه صفر ته رسېدلې، حتی لا ښکته ده."

د کابل یوه بله اوسېدونکې دنیا بیا وايي چې د غونډو پر ځای باید نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د کړنو په اړه عملي ګام پورته کړي.

هغې زیاته کړه: "دوه کاله تېر شول، د افغان مېرمنو او نجونو لپاره چې کومې غونډې کېږي، موږ یې پایله نه‌ده لیدلې. موږ غونډو ته اړتیا نه‌لرو. موږ تل په خپلو خبرو او مرکو کې ویلي چې لږ تر لږه باید عملي اقدام وشي. نه یو لیکلی اقدام چې په هېڅ صورت عملي اړخ نه‌لري."

په ناروې کې د افغانستان د پخواني نظام سفیره او د دغه نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ هم د طالبانو د کړنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو سازمانونو د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

په ناروې کې د افغانستان د پخواني نظام سفیره او د دغه نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ
په ناروې کې د افغانستان د پخواني نظام سفیره او د دغه نظام د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ

هغې وویل: "افغانې ښځې له نړۍ څخه اقدام غواړي، دوی غواړي چې د ښځو غورځنګ په رسمیت وپېژندل شي. د افغان ښځو غږ د طالبانو پر تګلارو او سیاستونو خپل اغېز ښیي چې په سیستماتیک ډول د جنسیتي توپیر، د بشریت ضد جنایتونه او د ښځو په نوم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې دوی يې کوي، په اړه دې يې جدي اقدامات وشي."

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي، افغانستان د خلکو په خوښه حکومت ته اړتیا لري، نه د طالبانو حکومت ته.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه د یوې افغانې ښځې په توګه او د افغان اعتراض کوونکو ښځو په استازیتوب غواړم یوناما او یا بل هر هغه چا ته چې د افغانستان په چارو کې ښکېل وي، ووایم چې موږ طالبان نه‌غواړو، موږ په هېڅ صورت طالبانو ته مشروعيت ورکول نه‌غوړو، طالبان یو مشروع او د خلکو په خوښه حکومت نه‌دی او نه داسې حکومت دی چې ولس راويستی وي او يا د خلکو د رایو له مخې راغلی وي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه، خو طالب چارواکو په وار وار ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د افغان ښځو او نجونو حقوق خوندي کړي دي.

تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې پر زده‌کړو، په ټولو نادولتي او ډېری نادولتي ادارو کې کار کولو باندې بنديز هغه محدوديتونه دي چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګولي دي.

د طالبانو د دغو بندیزونو او نورو محدودیتونو په اړه له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره سره دوی تر اوسه دغه بندیزونه نه‌دي لرې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG