د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

نېشنل: د ښځو خلاف د طالبانو جنګ دوام لري


د طالبانو د واکمنۍ یوه څنډه
د طالبانو د واکمنۍ یوه څنډه

نېشنل:

"د ښځو خلاف د طالبانو جنګ دوام لري."

دا د بریتانیا چاپ دي نېشنل ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی چې د دې ورځپاڼې د بهرنیو چارو خبریال ډیویډ پراټ لیکلی ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، ورځ په ورځ د قیوداتو دېوالونه سره نږدې کېږي او د هیلې هېڅ څرک نه لګېږي.

لیکوال وايي، دا جمله د افغانستان په لږترلږه ۱۱ ولایتونو کې له ښځو سره له هغو مرکو څخه اخیستل شوې چې یوې خپلواکې موسسې، یعنې د افغانستان د شنونکو شبکې ورسره کړي دي.

د نېشنل ورځپاڼې د خبریال د لیکنې پر اساس، د افغانستان د شنونکو شبکې له ډېرو کلونو راهیسې داسې ارزښتمن او کره راپورونه وړاندې کړي چې په نړیواله اجنډا کې د افغانستان له پاتې کېدو سره مرسته کوي.

د دې شبکې کار په هغه هیواد کې چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي، څومره چې اوس اهمیت لري، هیڅکله یې نه درلود. د لیکنې په دوام کې راغلي، د طالبانو د زیاتیو شدت دومره ډېر دی چې د بشري حقونو ځینې مهم کتونکي هغه 'قصدي ظلم'، 'جنسیتي اپارټایډ' او 'د ښځو خلاف جنګ' بولي.

په ۲۰۰۱ م کال، کله چې د طالبانو یوه ویندوی په لومړنۍ خبري غونډه کې وویل، چې ښځې به د افغانستان په ټولنه کې 'ډېرې فعالې' وي، داسې ګومان کېده چې هر څه به بل شان وي.

لیکوال زیاتوي، خو ډيرو افغانانو او د ده په شمول بهرنیانو، چې له طالبانو سره یې له ډېر وخته راشه درشه لرله، شک درلود چې دا طالبان دې له هغو سره ډېر توپیر ولري چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې یې پر افغانستان حکومت کاوه.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو نړیوال کمېسیون په یوه راپور کې وویل، د طالبانو فرمانونو د ښځو پر ژوند غیر متناسب اغېز کړی او د افغانانو مذهبي ازادي یې محدوده کړې ده.

دغه کمېسیون وايي، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د صادر شویو ۸۰ فرمانونو نیمه برخه په مستقیم ډول پر افغان ښځو د سختو بندیزونو لګول دي.

یاد کمېسیون همداراز ویلي، که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې افغان ښځې د اسلامي شریعت له مخې د خپلو حقونو څخه برخمنې دي، خو د دوی پر زده کړو، کار او ازادۍ محدودیتونه د دې لامل شوي چې دوی ونه شي کولای د خپل مذهبي تعبیر سره سم ژوند وکړي.

په دې راپور کې راغلي چې دا فرمانونه په مستقیم ډول د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده له خوا صادر شوي دي.

یورایشیا ریفیو:

یورایشیا ریفیو خپرونې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکومت نیمګړتیاوو ته کتنه کړې ده.

په دې لیکنه حماد بلوچ کښلې، ویل شوي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د افغانستان وضعیت دقیقې ارزونې ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومتولۍ په دې ځانګړې طریقه کې استبداد له پراګماتیزم سره اخښل شوې دی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په نړۍ کې کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، او حتي له دې سره سره چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه پېژندل کېږي، خو دوی عملاً په افغانستان کې خپل حاکمیت ټینګ کړی دی.

دننه په خپل هېواد کې د طالبانو د حکومت اقدامات له انتقادونو سره مخامخ دي او ورڅخه غوښتل کېږي چې باید بدل شي.

د دوی اوسنی حکومت، چې د ۲۰۲۱ د سپټمبر په اوومه جوړ شو، له هغه یوه سره ډېر توپیر نه لري چې دوی په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې درلود. اساسي قانون یې ځنډولی او د راتلونکي نظام او قانوني چوکاټ په اړه پوښتنو ته ځواب نه وايي.

XS
SM
MD
LG