د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د افغان ښځو د ځپنې دوام؛ له ملګرو ملتونو غوښتل شوي څو دا د جنسیتي توپیرپالنې په توګه اعلان کړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

پولیټیکو:

امریکایۍ پولیټیکو رسنۍ په افغانستان کې د ښځو د رواني روغتیا ستونزو ته پام اړولی او لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده، له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې جنسیتي توپیرپالنه یا اپارټاید اعلان کړي.

د اسوشېټېډپرېس آژانس په راپور کې چې دې رسنۍ خپور کړی، ویل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې تر ټولو یوه ځواکمنه اداره ده، باید د دولتونو له‌خوا د هغې پروسې ملاتړ وکړي چې غواړي په قانوني توګه پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو او نجونو مخ په زیاتېدونکې ځپنه، جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټایډ اعلان کړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرائیه مشرې سیما باهوس چې اداره یې د جنسیتي مساواتو د پراخوالي لپاره کار کوي، د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه جوړې شوې د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو له ۵۰ زیات ځپونکي فرمانونه د کورنۍ د نارینه غړیو په ګډون په ډېر شدت سره پلي کېږي.

د هغې په خبره دا مسئله د دې سبب کېږي چې د رواني روغتیا اختلالات، په ځانګړي ډول په ځوانو ښځو کې د ځان‌وژنې فکرونه لاپسې زیات کړي او ان په خپلو کورونو کې د مېرمنو پرېکړې کمې کړي.

د مېرمن باهوس په وینا، په افغانستان کې ښځې غوښتنه لري چې غږونه یې واورېدل شي او زیاتوي، دوی موږ ته وایي، هغه بندیانې دي چې په تیاره کې ژوند کوي او له هیلې او راتلونکې پرته په خپلو کورونو کې ایسارې دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د نړیوال قانون له مخې، اپارتایډ له حقوقي اړخه د نژادي توپیرپالنې د سیستم په توګه تعریف شوی چې له جنوبي افریقا سرچینه اخلي.

خو د نړیوالو کارپوهانو، چارواکو او فعالانو تر منځ په دې اړه چې د افغانستان په شان قضیو کې چې ښځې او نجونې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي، توکمپالنه هم اپارټایډ ګڼل کېدای شي، مخ په زیاتېدونکي توافق لري.

مېرمن باهوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړيو، متحدو ایالتونو، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې په ګډون د دې شورا له پنځلسو غړیو هېوادونو وغوښل چې د دولتونو ترمنځ د یوې پروسې ملاتړ وکړي ترڅو په نړیوال قانون کې جنسیتي اپارټایډ واضح تعریف شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ښځو پر وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او هم یې پر نجونو او ښځو د پوهنتوني زده کړو بندیز لګولی دی.

همدارنګه پر ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ هغوی په ډېرو دولتي ادارو او نادولتي موسسو کې له کار کولو منع شوي دي.

یور ایشیا ریویو:

یور ایشیا ریویو خپرونې له طالبانو او اویغوریانو سره د چین اړیکو ته پام اړولی او لیکي، د سپټمبر په ۱۳مه په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین د نوي ټاکل شوي سفیر ژاو شینګ هرکلی وکړ.

په عین حال په کابل کې د چین سفارت هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي، خو طالبان یې هم وهڅول چې منځلاري سیاستونه غوره او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

یور ایشیا ریویو وړاندې لیکي، چین د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې، د طالبانو له دوهمې واکمنۍ سره په فعاله توګه اړیکي ټینګې کړي او تراوسه یې ورسره څه باندې ۱۴۲ غونډې ترسره کړي دي.

د خپرونې په لیکنه، له دغه تعامل څخه د چین اصلي هدف دا دی چې د شینجین د ناکراره ایالت د امنیت مسئله یقیني کړي.

پېکېنګ غواړي له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ چې په ۱۹۹۸ کال کې، د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې یې په افغانستان کې اډه پرانیستې وه، سخت دریځي اویغوریان غړي یې د افغانستان له خاورې دې سیمې ته ګواښ متوجه نه‌کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG