د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د ملګرو ملتونو ۸۰ غړو او څارونکو د افغان مېرمنو د حقونو په ملاتړ غږ پورته کړ


د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور
د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور

د ملګرو ملتونو ۸۰ غړي هېوادونه او څارونکي په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو ۸۰ غړي هېوادونه او څارونکي وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت فرمانونه تر ټولو سخت سیستماتیک تبعیض، ظالمانه او له تاوتریخوالي ډک دي.

دغه هېوادونه، چې متحده عربي امارات، اسټرالیا، جاپان، اسپانیا، چیلي، اروپايي ټولنه او د ملګرو ملتونو ۷۴ غړي هېوادونه او څارونکي په کې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مې غونډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د اسلامي لارښوونو سره سم عمل وکړي او د افغانستان په عمومي او سیاسي ژوند کې د ښځو او نجونو بشپړ، مساوي او د مانا لرونکي ګډون نړیوال قوانینو ته ژمن وي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا ذکي نصیبه د دې اعلامیې یوه برخه ولوسته او ویې ویل: "مونږ له طالبانو غواړو چې خپل هغه سیاستونه، کړنې او فرمانونه چې د بشر حقونه او په افغانستان کې د ښځو او نجونو ازادۍ نقضوي او د تبعیض د نشتوالي له اصولو سره په ټکر کې دي ژر تر ژره لرې کړي. دا ډول پرېکړې او خپلسري حکمونه تاوتریخوالی او روان اقتصادي او روغتيايي کړکېچ زیاتوي او ښځې او نجونې له حیاتي روغتیایي خدمتونو لکه ولادي خدمتونو څخه محروموي."

په دې ګډې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د کار پر بندیز او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د زده کړو پر پرېکړه نیوکه شوې او ویل شوي چې دغه محدودیتونه د جنسیتي توپیر د ریښو د لا ژورېدو او د بشري حقونو د کمزوري کېدو لامل شوي.

۸۰ هېوادونو په ګډه ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکمونه له اسلامي ارزښتونو او نړیوالو بشري حقونو سره په ټکر کې دي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د شریعت پر بنسټ خوندي دي.

پر افغانستان تر دوهم ځلې واکمنۍ وروسته طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګولی دی.

د دې ترڅنګ یې په ډیری دولتي او ټولو نادولتي دولتي ادارو کې د هغوی په کار بندیز لګولی او په سینګارتونونو کې یې هم د هغوی فعالیت منع کړی دی.

طالبانو همداراز ښځې له شرعي محرم پرته له سفر څخه او تفریحي ځایونو، سپورټي لوبغالو او د ښځو حمامونو ته له تګ څخه هم منع کړې دي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۷۸مې غونډې په یوه برخه کې په خپله وینا کې د افغانستان په اړه د ۸۰ هېوادونو د ګډې اعلامیې په ملاتړ له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دې په نه ستړي کېدونکي ډول خپل غږونه پورته کړي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق

فایق په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او د بشري حقونو د سرغړونو پر بنسټ د تحریمونو له وضع کولو سره یې پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه: "هېوادونه باید د بشري حقونو د نقضولو پر بنسټ او د جنسیتي اپارټایډ لپاره د هڅو او په رسمیت پېژندو په شمول پر طالبانو تحریمونه وضع کړي. په یو غږ او يووالي بر طالبانو فشار راوړي چې خپلې پالیسۍ ودروي او د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او خپلې ژمنې عملي کړي."

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ۸۰ غړو هېوادونو او څارونکو د ګډې اعلامیې او د فایق څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې په وار وار د ښځو اړوند موضوعات د افغانستان کورنۍ مسایل بللي او ویلي یې دي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ یې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG