د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د کرکټ نړیوال جام؛ نن هندوستان او پاکستان سیالي کوي


د هندوستان او پاکستان یوه مخکینۍ کرکټ لوبه
د هندوستان او پاکستان یوه مخکینۍ کرکټ لوبه

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن شنبه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه کوربه هندوستان د پاکستان پر وړاندې سیالي کوي.

دغه سیالي به د احمداباد ښار په نریندرمودي کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۱:۰۰ بجه پیل شي.

تر دې دمه د کرکټ د پنځوس اوریزو نړیوالو جامونو په سیالیو کې یاد ملکونه ۷ ځل سره مخ شوي دي چې ټولې سیالۍ هندوستان ګټلي دي.

دا د روان نړیوال جام دولسمه سیالي ده او تر دې دمه د نیوزيلینډ ملي لوبډلې په پرله پسې درې سیاليو کې بریالۍ شوې او د نومرو په جدول کې مخکې ده.

افغانستان بیا هغه لوبډله ده، چې د نومرو په جدول کې په وروستي مقام کې ده.

د هند او پاکستان لوبډلو هم تر دې دمه خپلې لومړنۍ دواړه سیالۍ ګټلي دي، هندوستان د اسټرالیا او افغانستان لوبډلې ماتې کړي، پاکستان بیا نیدرلینډ او سریلانکا ته ماتې ورکړي دي.

د کرکټ په سیالیو کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې مهم رقیبان شمېرل کېږي او همدې رقابتونو یې په ټوله نړۍ کې د لوبو مینوال زیات کړي دي.

د هند او پاکستان دوه کرکټ لوبغاړي - ارشیف
د هند او پاکستان دوه کرکټ لوبغاړي - ارشیف

د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی مدیر او د کرکټ لوبې شنونکی شېراغا همکار د هندوستان او پاکستان سیالي د ټورنمنټ مهمه لوبه بولي او زیاتوي، چې دا ځل دواړه لوبډلې په ټولو اړخونو کې پیاوړې دي، نو هیله شته چې ښه لوبه به وشي.

ښاغلی همکار زیاتوي:

" دا ځل دواړه ښې لوبډلې دي، پاکستان هم اوس ښه بیټینګ لاین آپ لري، فاسټ باولینګ یې ډېر ښه دی، په سپين باولینګ کې هند او پاکستان سره یوشان دي. هندۍ لوبډله بیا د خپل کراوډ له امله مثبت پواینټ لري. د دې ترڅنګ دا چې پاکستان لا د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې هند ته ماتې نه ده ورکړې، دا هم یو تاثیر کیدای شي، خو زه مطمین یم چې دا به ښه سیالي وي."

د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی محب الله اوریاخیل بیا وايي:

" له کلونو راهیسې د هند او پاکستان سیالي ګورم، خوند راکوي. دا ځل یې هم د لیدو هوډ لرم، مطمین یم تر نورو کلونو دا ځل دواړه لوبډلې پیاوړې دي. د لوبې په ورځ چې هره لوبډله د لوبې پرېشر سم مدیریت کړي هماغه یې ګټي. په دې برخه کې بیا زه ویلي شم چې هندیان پیاوړي دي او د بریا چانس یې هم ډېر دی."

د پاکستان او هندوستان د لوبې مینوال او د کرکټ لوبغاړی همدردجان تیموري هم تمه لري چې دغه سیالي په زړه پورې ترسره شي.

هغه وايي:

" تمه لرم چې دا سیالي بشپړه ترسره شي او په زړه پورې وي. یو اړخیزه لوبه خوند نه راکوي. که څه هم هندۍ لوبډله په خپل کنډېشن کې ښه لوبیږي، خو زه د پاکستانۍ لوبډلې په پیاوړتیا کې هم شک نه وينم. باید ووایم چې د هندوستان پيلیز توپوهونکي او توپ اچونکي په ښه فام کې دي او پاکستان بیا دې برخه کې لږ کمزوري ښکاري."

هندي رسنیو بیا وار له مخه په خپلو رپوټونو کې ویلي چې د هند او پاکستان د شنبې ورځې سیالي به یو وار بیا لوبغالي ته د مینوالو د ورتلو له امله ریکارډ جوړ کړي.

د احمداباد په لوبغالي کې تر ۱۳۲ زرو پورې ننداره چیان ځاييږي او اټکل کېږي چې دا ځل لوبغالی په بشپړ ډول ډک وي.

د ویلو ده، چې د هوا د اټکل ادارو بیا په دې سیالۍ کې د ورښت اټکل هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG