د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

نصیر احمد فایق: د افغان ښځو د حقونو او ازادیو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی


ارشیف: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دې سازمان عمومي غونډې ته د وینا پر مهال
ارشیف: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دې سازمان عمومي غونډې ته د وینا پر مهال

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو او ازادیو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

فایق وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی وضعیت له پېچلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخ دی او دا خورا د اندېښنې وړ دی.

نصیر احمد فایق د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او ازادۍ د جدي اندېښنې وړ دي او د ده په وینا، طالبانو په سیستماتیک ظلم سره د وحشت، جنسیتي ځورونې او تبعیض فضا رامنځته کړې، هغه څه چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.

فایق په دې اړه زیاته کړه: "د طالبانو رژیم د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض او د جنسیت پر بنسټ محدودیتونه وضع کړي چې له امله یې دوی د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق ته د لاسرسي مخه نیولې ده. د طالبانو دغه کړنې په تېرو دوو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې، اقتصادي ودې او د ظرفیتونو په لوړولو کې د دوی رول له منځه وړی دی."

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق دا هم وويل چې طالبانو د افغاني شريعت او کلتور په اړه د ناسمو او افراطي انګېرنو له امله د ښځو له اساسي ازادۍ او حقونو څخه انکار ته دوام ورکړی دی.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند انځور

فایق وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې عدلي سیستم ته د ښځو لاسرسی محدود شوی او یا هم د هغو نجونو لپاره چې له تاوتریخوالي، اجباري او د کم‌عمره ودونو سره مخ دي، عدلي سیستم شتون نه لري.

هغه په افغانستان کې د مخالفانو وژلو، توقیف او شکنجه کولو، د معترضو ښځو د ځپلو او د قانون د حاکمیت نشتوالي ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لږکیو ته هم زیانونه اوښتي او ګوښه شوي.

په ورته وخت کې زرمینه پریاني، چې د ښځو د حقونو له یو شمېر نورو فعالانو سره د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو په موخه د نه خوړلو د اعتصاب په درېیم پړاو کې ده، ازادي راډيو ته یې وویل چې د دې کار لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده.

هغه وايي: "اوس د اعلاميو د خپرولو وخت نه دی. اوس د دې وخت نه دی چې د بشري حقونو د سازمانونو استازي یوازې خبرې وکړي، اوس باید عملي اقدام وکړي، لکه څنګه چې مونږ د تحصن خیمه وهلې وه او دا تمه لرو د افغان ښځو پر وړاندې دا جنایت په رسمیت وپېژندل شي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم د نصیر احمد فایق او د ښځو حقونو د فعالانو د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو تل یې ټینګار کړی چې د افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې ورکړل شوي دي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې طالبانو ښځې د زده کړې، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو له محرم پرته له سفر او تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تلو منع کړي دي.

طالبانو په وروستي اقدام کې د ښځو د حقونو فعالانې او د افغانستان د ښځو د خود جوشه خوځښت غړي، ندا پرواني او ژولیا پارسي یې نیولي چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG