د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

کابل کې سوداګریز نندارتون؛ له بېلابېلو ولایتونو ۲۰۰۰ مېرمنو په کې ګډون کړی


په کابل کې د خديجة الکبرا تر سرليک لاندې د اووه ورځنی نندارتون یوه څنډه
په کابل کې د خديجة الکبرا تر سرليک لاندې د اووه ورځنی نندارتون یوه څنډه

په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ خونې او د افغانستان د ټولنيزو کارکوونکو موسسې له لوري د خديجة الکبرا تر سرليک لاندې اووه ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو په‌کې ۲۰۰۰ مېرمنو ګډون کړی دی.

دا نندارتون تېره ورځ په کابل کې د افغانستان نړيوال نندارتون په مرکز کې د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې او د افغانستان د ټولنيزو کارکوونکو موسسې له خوا د ښځينه سوداګرۍ د پياوړتيا په موخه د اووه ورځو په مخ پرانيستل شوی دی.

ياد نندارتون کې ګډون کوونکو يو شمېر ښځينه سوداګرو ازادي راډيو ته وويل، که څه هم د نندارتون لومړۍ ورځ کمرنګه وه خو د دوی په ټکو،د ښځينه سوداګرۍ د ملاتړ او پياوړتيا لپاره دا ډول نندارتونونه اړين دي.

پشتون اميري چې ياد نندارتون کې يې خپل توليد شوي توکي نندارې ته ايښي دي وايي، شاوخوا دوه زره مېرمنو ياد نندارتون کې برخه اخيستې ده.

هغه وايي: "موږ زر دانې غرفې لرو چې د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه محصولات او توليدات په‌کې نندارې ته ایښودل شوي دي، نندارتون کې يوازې مېرمنو ګډون کړی دی. موږ په خپل توان دا نندارتون پرانيست، شايد تاسو به هم د کابل پر اسمان په هوايي پوکاڼیو پورې تړل شوی د افغان د ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې بيرغ ليدلی وي ډېر ښه پروګرام و."

په کابل کې د خديجة الکبرا نندارتون کې ګنډ افغاني یا د افغان مېرمنو جامې هم نندارې ته وړاندې شوې دي.
په کابل کې د خديجة الکبرا نندارتون کې ګنډ افغاني یا د افغان مېرمنو جامې هم نندارې ته وړاندې شوې دي.

نوموړې وايي، په دې نندارتون کې ټول د افغان سوداګرو مېرمنو لاسي صنايع او توليدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

بانو هاشمي بله افغان سوداګره ده چې د خپل توليدي شرکت اړوند توکي يې نندارې ته ايښي دي وايي، په لومړۍ ورځ نندارتون څخه د خلکو د ليدنې بهير کمرنګه و.

هغې وویل: "نن له غرمې وروسته د خلکو شتون کمرنګه و، پېر او پلور خاص نه و، زه هيله لرم چې راتلونکو ورځو کې دې نندارتون کې ګڼه ګوڼه جوړه شي، خلک راشي د افغانستان له توليداتو ننداره وکړي، ويې پېري او د افغان مېرمنو له توليداتو ملاتړ وکړي، ځکه دا ټول د افغان مېرمنو د لاسونو جوړ کارونه دي."

افغان سوداګره او د يو توليدي شرکت مسووله فاطمه عاشوري وايي، که څه هم اوسنيو نندارتونونو کې پېر او پلور نه‌شته، خو په خبره یې دې ډول نندارتونونو کې د مېرمنو او په ځانګړي ډول د ښځينه سوداګرو ګډون د دوی پر کار مثبت اغېز لري.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "يوازې يو څه چې کېدلی شي او ګټه ترې واخيستل شي د سوداګرو ترمنځ اړيکې جوړېدل دي. زما هيله له هغو کسانو چې راځي او نندارتونونه جوړوي دا ده چې پر يوې پاليسۍ کار وکړي او د همدې بد او محدود وضعيت څخه چې اوس په‌کې يو د وتلو يوه لار پيدا کړي. موږ بهرنيو بازارونو ته اړتيا لرو چې د مېرمنو توليدات بهر ته په مناسبه بيه صادر شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په‌دې اړه د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسوولانو نظر هم ولري، خو ونه توانېد.

د خديجة الکبرا نندارتون کې یوې مېرمنې هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي دي.
د خديجة الکبرا نندارتون کې یوې مېرمنې هم خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي دي.

د مېرمنو په مشرۍ او مديريت دا نندارتون په داسې حال کې پرانيستل کېږي چې څه موده وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي وو چې د يوې تګلارې تر جوړېدو پورې مېرمنې په هيڅ ډول نندارتون کې ګډون نه‌شي کولی.

خو اوس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل، ياد نندارتون د دوی په همکارۍ پرانيستل شوی دی.

جواد وویل: "دا نندارتون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی، اووه ورځې به دوام ولري، په‌دې نندارتون کې له ۸۰۰ ډېرې غرفې د مېرمنو د لاسي صنايعو او د هېواد د توليداتو لپاره ایښودل شوي دي، د يادونې ده چې د دې نندارتون ټول مديريت د مېرمنو په لاس کې دی."

د افغان سوداګرو مېرمنو دا اووه ورځنی نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې په بېلابېلو برخو کې پر مېرمنو د بنديزونو له لګېدو وروسته د ښځينه سوداګرو توليدي شرکتونه تر ډېره په ټپه درېدلي، کارکوونکې يې په کورونو کې ناستې او د دوی توليدات ځانګړی بازار هم نه‌لري.

تر دې مخکې افغان سوداګرو مېرمنو ازادي راډيو سره خبرو کې د خپلو توليداتو لپاره د بازار په نه‌شتون او کمزوري اقتصادي وضعيت اندېښنه ښودلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG