د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

افغان ناروغ لرونکي: پاکستان د درملنې لپاره په« ټوکن» د ورتګ اجازه نه راکوي


له ارشیفه په تورخم کې د افغان ناروغ لرونکو تصویر
له ارشیفه په تورخم کې د افغان ناروغ لرونکو تصویر

له پاکستان څخه د بې‌اسنادو افغان کډوالو په زوره د اېستلو او دغه هېواد ته د افغانانو پر ننوتلو د محدودیتونو له لګولو وروسته اوس یو شمېر ناروغ لرونکي شکایت کوي چې ټوکنونه لري، خو له ویزې پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

د دوی له ډلې زرمینې ازادي راډيو ته وویل، څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د هغې د تره زوی او وراره چې دواړه سخت ناروغان وو، د تورخم له دروازې له ټوکن په لاس خو له ویزې پرته د ننوتو اجازه ورنه‌کړه.

هغه وايي چې د تره زوى يې له دوو ورځو انتظار وروسته په تورخم کې مړ شو.

زرمینه زیاتوي:

"زما د تره زوی چې په یوه اوونۍ کې سخته تبه ورته پيدا شوې وه، د افغان جاپان روغتون په مرسته ورته امبولانس او ټوکن ورکړل شول. کله چې تورخم ته راورسېد، له دې امله چې ويزه يې نه درلوده، دوه ورځې انتظار يې وکړ، له بده‌مرغه زموږ ناروغ مړ شو. زما وراره چې تنفسي ستونزه لري هم دا ډول شو، وروسته يې په ۸۵۰ ډالره ویزه ترلاسه کړه او د درملنې لپاره يې پاکستان ته راوړ."

شیذر صمیم بیا وايي چې ورور یې د پښتورګو اوږدمهاله ناروغي لري او وخت په وخت پاکستان ته د درملنې لپاره ځي، خو دا ځل سره له دې چې ټوکن یې درلودو ورته له وېزې پرته له دروازې د تېرېدو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

پاکستان مخکې پر تورخم لاره افغان ناروغ لرونکو ته په«ټوکن» د ورتلو اجازه ورکوله
پاکستان مخکې پر تورخم لاره افغان ناروغ لرونکو ته په«ټوکن» د ورتلو اجازه ورکوله

صمیم زیاتوي:

"زما ورور له اووه کلونو راهیسې د پښتورګو له ستونزې کړيږي، څلور کاله وړاندې یې په پاکستان کې عملیات شوی و، خو سږ کال يې بيا پښتورګو کې تېږه پيدا شوه، هغه مو ولېږه، ټوکن يې هم ترلاسه کړ، خو دروازه کې اجازه ور نه‌کړل شوه چې له پولې تېر شي. ډاکټرانو ويل احتمال شته چې د تېږو درلودلو له امله د هغه پښتورګي له فعاليت ودريږي."

دې مسئلې یو شمېر نورې هغه افغانې کورنۍ چې پاکستان کې د خپلو ناروغانو درملنه کوي او ويزه اخيستل ورته سخت دي، هم اندېښمنې کړې دي.

د دوی له ډلې مصور وايي، د خور مېړه یې سرطان ناروغي لري او تر دې وړاندې هم پنځه ځله پاکستان ته د درملنې لپاره تللی او د درملنې بل پړاو ته اړ دی چې بیا دغه هیواد ته ولاړ شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"زما اوښی سرطان ناروغي لري، موږ ورته تر اوسه په پاکستان کې پنځه واکسینونه کړي دي او اوس هغه د شپږم واکسین د اخیستلو لپاره پاکستان ته ځي، خو د ویزې او پاسپورټ توان نه‌لري او اقتصاد یې ډېر خراب دی، موږ غواړو دا ستونزه څومره چې ژر کېږي، حل دې شي."

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځایي وياند ملا عادل هم دغه ستونزه تاييد کړه او ازادي راډيو ته يې په يوه ليکلي پيغام کې وويل چې د پاکستان له لوري د ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړل شوې ده.

له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره اېستو له بهیر سره دغه هېواد د افغان تګ راتګ کوونکو پر وړاندې تر بل هر وخت سخت قیودات وضع کړي
له پاکستانه د افغان کډوالو د په زوره اېستو له بهیر سره دغه هېواد د افغان تګ راتګ کوونکو پر وړاندې تر بل هر وخت سخت قیودات وضع کړي

تر دې وړاندې به افغانانو په ننګرهار ولایت او تورخم دروازه کې له ویزې او پاسپورټ پرته د "ټوکن" پارچې په اخیستو خپل ناروغان پاکستان ته د درملنې لپاره لېږدول.

څو ورځې وړاندې د پاکستان لنډمهالي حکومت پاکستان ته د بار وړونکو موټرو د ننوتلو مخه هم ونیوله او د دغو موټرو له چلوونکو یې وغوښتل چې پاکستان ته د ننوتو لپاره پاسپورتونه او ویزې بايد ولري.

د پاکستان حکومت دغه شان د سپین بولدک او چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره ویزې او پاسپورټ لرل مهم بللي چې په غبرګون یې به چمن کې ځايي خلکو پرلت هم کړی دی.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت له‌خوا دا محدودیتونه وروسته له هغه زیات شول چې د دغه هېواد چارواکو په ياد هېواد کې د قانوني اوسېدو لپاره د ویزو او پاسپورټونو لرل حتمي وګڼل او د نومبر له لومړۍ نېټې یې له قانوني اسناد لرونکو پرته د افغان کډوالو د په زور اېستلو بهیر پیل کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG