د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې په تنفسي ناروغیو له ۱.۲ میلیون ډېرې مشکوکې پېښې ثبت شوي


ارشیف: د کندهار په سپین بولدک کې یو ډاکتر په تنفي ناروغۍ د یوې اخته ماشومې د کتنې پر مهال
ارشیف: د کندهار په سپین بولدک کې یو ډاکتر په تنفي ناروغۍ د یوې اخته ماشومې د کتنې پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او روان کال د دغو ناروغیو له ۱.۲ میلیونو ډېرې مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، سږ کال په افغانستان کې په حاد تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د دغه سازمان د راپور له‌مخې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۲۳م کال له پیله تر روانې ډسمبر میاشتې پورې په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو د مشکوکو پېښو شمېر له یو میلیون او ۲۳۷زرو څخه ډېر شوی دی.

په دې موده کې د دغو ناروغیو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵۱۳ تنه ښودل شوی چې ۸۲،۲ سلنه یې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

د دغه راپور شمېرې ښيي چې د تنفسي ناروغیو له امله د ټولو مړینو ۴۵.۹ سلنه ۱۱۵۴ ښځې او نجونې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له‌مخې، د هوا په سړېدو سره په دې ناروغیو د اخته کسانو شمېر او د هغوی د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو ځينې اوسېدونکي هم دا خبره تاييدوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي عبدالمعید هاشمي ازادي راډيو ته وویل، دی او زوی یې تنفسي ستونزې لري او د ژمي په رارسېدو سره يې ناروغي نوره هم ډېرېږي.

هغه وايي: "موږ چې د کابل قلعه زمان خان کومه ساحه کې اوسېږو دلته ښاروالي هيڅ د پاکوالي خيال نه ساتي، تاسو باور وکړئ له درې مياشتو نه را په‌‌دېخوا زه او زما نهه کلن زوی دی، موږ دواړه د الرژي ستونزه لرو، سينه، ستوني درد او دغه ستونزې ورسره له حده زياتې شوي دي."

د هرات ښار اوسېدونکې انيتا کاکړ وايي چې هغه او پلار يې د ساه لنډۍ په ناروغۍ اخته دي چې د کال په دويمو شپږو مياشتو کې يې ناروغي ډېرېږي.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "زما پلار او زه د سالنډۍ ناروغي لرو. له نهمې څخه تر دولسمې میاشتې پورې زموږ حالت ښه نه وي. زه د تنفس سپری کاروم. کله چې موږ ډېر ګرځو، ستړي کېږو، یا موږ لوړ ځای ته پورته شو، يا هوا سړه شي، سالنډي راته پيدا شي."

په همدې حال کې د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر الیاس غفورزي ازادي راډيو ته وویل، د تنفسي ناروغیو، زکام او موسمي الرجي ناروغانو شمېر چې کلینیک ته مراجعه کوي ورځ په ورځ زیاتېږي او د ژمي ساړه، د هوا ککړتیا او د کافي خوړو نه استعمال د دې ناروغیو په لا خپرېدو خپل اغیز لرلی دی.

هغه د تنفسي ناروغیو د مخنیوي په اړه وايي: "په خپل وخت ډاکتر ته ورتګ، د ګرمو جامو اغوستل، د مقاومت د زیاتوالي لپاره د ګرمو او انرژۍ لرونکو خوړو کارول، د ماسک اچول او له هغو کسانو څخه ځان ليرې ساتل چې په شدید تنفسي ناروغیو اخته دي د دې ناروغۍ د مخنیوي مهمې لارښوونې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته له یوې خوا د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ډېری وګړي په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته اسانه لاسرسی نه‌لري او له بلې خوا په کورنیو کې د عاید کموالی د خلکو د روغتیایي وضعیت د خرابېدو مهم لامل بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا مخکې ويلي و چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانګالی دی.

اوچا په دغه راپور کې د يادو اقلیمي بدلونونو د اغېزو لکه وچکالۍ، د ناروغیو د زیاتوالي او طبیعي پېښو یادونه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG