د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي پرېکړه لیک تصویبېدل


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوندو تالار
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوندو تالار

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه د بې پرې ارزونې په باب د پرېکړه لیک مسوده چې د جاپان او متحده عرب اماراتو په خوا وړاندې شوې وه، په غوڅ اکثریت تصویب کړه.

له دې سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بې پرې ارزونې وړاندیزونه تایید شول.

تر رایې ورکولو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو دایمي استازې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ وبلل.

لانا زکي نسيبة وویل، په افغانستان کې ګڼ افغانان نن سبا له پراخېدونکې لوږې او بېوزلۍ کړېږي:

" افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه خوړو، سرپناه، روغتیايي څارنې، تعلیم او غوره ژوند لپاره مبارزه کوي. د ښه نیت له مخې بشري مرستې چې هغه هم دوامداره نه دي، هغه څه دي چې د بشپړ سقوط مخه یې نیولې ده. پرېږدئ همدا نن، د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره یوه نښه وي. موږ ښايي د افغانستان د مسیر د بدلون لپاره وروستی فرصت ولرو، چې دا زموږ له ټولو د جوړجاړي غوښتنه کوي."

د کابل یو شمېر بېوزله ښځې
د کابل یو شمېر بېوزله ښځې

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو دایمي استازې زیاته کړه، دغه پرېکړه لیک چې مسوده یې تصویب شوه، د افغانستان په اړه د یوه اصولي او عملي نړیوال چلند لپاره لار پرانیزي.

د پرېکړه لیک مسودې ته ۱۳ مثبتې او د روسیې او چین له خوا سپینې یا ممتنع رایې وکارول شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په تېره اپرېل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه د ترکیې د ډیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د ګمارلو خبر ورکړ.

سینیرلي اوغلو ته دنده وسپارل شوه چې د افغانستان د وضعیت په باب خپله بې پرې ارزونه برابره کړي، چې د دې راپور برابرولو څو میاشتې وخت ونیوه او بیا امنیت شورا ته وړاندې شو.

د دغې ارزونې په اړه د پرېکړه لیک وړاندې شوې مسودې ته پرون د رایې تر اچونې وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل:

" دغه پرېکړه لیک طالبانو، افغانانو او نړۍ ته یو روښانه پیغام ورکوي. دا جوتوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه بهیر ملاتړ کوي، چې په مرسته یې افغانستان د خپلو نړیوالو تعهداتو پرځای کولو سره په نړیواله ټولنه کې مدغم شي. دغه پرېکړه لیک دغه راز له افغانانو د ملګرو ملتونو روان ملاتړ ښيي. د بې پرې ارزونې نتیجو د پرتو ستونزو د حل لپاره څرګندې لارښوونې کړې دي. موږ د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو ځپونکو فرمانونو او د ټولګډونه حکومت تشکیل ته د دوی پر نه لېوالتیا اندېښنه لرو. دغه پرېکړې د افغانستان ټولنې ته سخت زیانونه اړوي او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو عادي کولو لپاره طالبان نور هم لیرې کوي."

د طالبانو خلاف د ښځو یوه اعتراضي را ټولیدنه
د طالبانو خلاف د ښځو یوه اعتراضي را ټولیدنه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازې وویل، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د بې پرې ارزونې ملاتړ کوي چې اکثرو افغانانو د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښوولې ده.

په دغه ارزونه کې ویل شوي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت په مشخص ډول ښځې اغېزمنوي چې له زده کړو او کارونو راګرځول شوي او ډول- ډول نور محدودیتونه ورباندې لګول شوي دي.

طالبان چې وايي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه ورکوي، په تېرو څه کم دوه نیمو کلونو کې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او څه باندې یو کال کېږي چې په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو تحصیل هم منع کړی دی.

ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو ته نه شي تلی او له محرم پرته اوږده سفرونه هم نه شي کولی او طالبانو په وروستي مورد کې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG