د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د پرانیستل کیدو بې پایلې مذاکرات


دروازه مرزی تورخم که از چند روز به این سو مسدود شده است.
دروازه مرزی تورخم که از چند روز به این سو مسدود شده است.

د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې له تړل کېدو څخه درې ورځې وروسته د پاکستان د سرحدي چارواکو او طالبانو ترمنځ د دغې ستونزې د حل په موخه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

د طالبانو د حکومت د ننګرهار د والي ویاند ملا عادل د سې‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا غونډه د پاکستان په بلنه د دواړو لورو د سرحدي چارواکو ترمنځ شوې ده.

هغه زیاته کړه:

" پرون په تورخم کې د دواړه لوريو ترمنځ يوه غونډه جوړه شوې وه، د پاکستان له لوري د اسلامي امارت مسؤلينو د تورخم کميسار او نورو ته بلنه ورکول شوې وه، غونډه يې کړې ده، خو په دغه مجلس کې د پاکستاني لوري څخه د پاسپورټ او ويزې لرولو خبره کېدله، چې کوم ناروغان تورخم باندې راځي هغوی هم بايد پاسپورټ ولري، همدارنګه د باروړونکو موټرو چلوونکي او عام خلک. غونډه بې‌پايلې پای ته رسېدلې ده."

خو نوموړي په دې اړه چې پاکستاني لوري ته د طالبانو حکومت د چارواکو ځواب څه و، جزیات ورنه کړل.

هم‌مهاله، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، د تورخم دروازې تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته لوی زیانونه اړولي دي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

الکوزي زیاته کړه:

"دا د دواړو غاړو لپاره جدي زيان، یوازې د پولې بلې غاړې ته له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کینو او مالټو موټرې ولاړې دي، چې دا هم د پاکستان لپاره زيان دی او هم زموږ لپاره، دې غاړې ته هم ډېرې موټرې او کانټینرې پاتې دي. هره ورځ دواړه لوريو سوداګرو ته لږ تر لږه يو لک ډالر زيان رسيږي."

هغه وویل، اوس‌مهال د تورخم په ګډون د ډنډ پټان او سپين بولدک لارې هم بندې دي او يوازې د غلام خان لاره خلاصه ده، ځکه پر ياده لاره ډېر تګ راتګ نه‌کېږي.

بل خوا پاکستاني رسنیو لیکلي، دغه غونډه چې د تورخم په صفري نقطه کې جوړه شوې وه، بې‌پایلې پای ته ورسېده.

د جيو نيوز د راپور له‌مخې، په دغو خبرو اترو کې د پاکستان له‌خوا ډګرمن رعنا عدنان شفيق، د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو په استازيتوب جګړن مراد او جګړن بهلول او په تورخم کې د پاکستان تحصيلدار يا د مالياتو افسر داود اپريدي برخه اخيستې وه او د طالبانو د حکومت په استازیتوب د دوی ۴ تنو سرحدي چارواکو قاري عبدالجبار حکمت، قاري رفیع‌الله، قاري محمد او مولوي تکل برخه اخیستې وه.

افغان سوداګر وایي چې د تورخم دروازې تړل کیدو درانه زیانونه ور اړولي دي
افغان سوداګر وایي چې د تورخم دروازې تړل کیدو درانه زیانونه ور اړولي دي

جيو نيوز ليکلي، د طالبانو د حکومت چارواکو په دغو خبرو اترو کې ويلي چې د تورخم پر پوله له کوم خبرداري پرته د سوداګريزو فعاليتونو ځنډول د ټولنيزو او نړيوالو معيارونو خلاف کار دی چې سوداګرو، ناروغانو او نورو هېوادوالو ته د ستونزو او ناخوالو لامل شوی دی.

د پاکستان حکومت د شنبې په ورځ د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د پاسپورټ او ويزې د نه درلودلو له امله وتړله چې د سوداګرو او چلوونکو اندېښنې یې راپارولي دي.

په روان لمریز کال کې دا لومړی ځل نه‌دی چې د تورخم لاره د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي، تر دې وړاندې هم دغه لاره د تېرې لړم مياشتې په پای کې د ورته ستونزې له امله د یوې ورځې لپاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه، خو تر خبرو اترو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG