د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوېنه


د پنجشېر یوه دره او واورې- تصویر له ارشیفه
د پنجشېر یوه دره او واورې- تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې احتمال لري د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې واورې او بارانونه وشي او سېلابونه هم راووځي.

دغه رياست وايي، له ١٠ تر ٣٠ مېلي مترو د باران او له ١٥ تر ٤٠ سانتي مترو پورې د واورې د ورښتونو او په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، کاپيسا، پروان، پنجشېر، بغلان او نورستان ولايتونو او د بلخ او لغمان په ځينو سیمو کې هم د سېلابونو د راوتلو وړاندوېنه شوې ده.

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ هم په کابل او د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې واوره او باران وشول.

که څه هم د سږني ژمي د لومړنۍ واورې او باران تود هرکلی شوی خو یو شمېر اړمنې کورنۍ وايي، د واورې ورښت او سړې هوا د دوی اندېښنې ډېرې کړې دي.

دوی وايي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره سون توکي او د ځان او خپلو ماشومانو د مړولو لپاره ډوډۍ نه لري.

ورښتونو ته کروندګر او نور خلک خوښ دي، خو بېوزلو ته ستونزې لا زیاتوي - تصویر له ارشیفه
ورښتونو ته کروندګر او نور خلک خوښ دي، خو بېوزلو ته ستونزې لا زیاتوي - تصویر له ارشیفه

د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي علي ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د بلخ ولايت په يوه کلي کې ژوند کوو، خلک د باران او واورو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه چې پيسې نشته، خلک وږي دي."

د کابل ښار اوسېدونکې خاطره هم وايي چې د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې کورنۍ له سخت ژمي سره مخ ده.

خاطره زیاتوي:

"اوس مهال زه بې دندې یم، مېړه مې هم دنده نه لري، ډېرې ستونزې لرو. نه شو کولای چې خپل ماشومان ګرم وساتو، یا باید ښه ‌ډوډۍ ورکړو او یا باید د ژمي لپاره ښه جامې ورته واخلو."

هغه وايي، د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د کار له بنديز وروسته یې د کورنۍ اقتصاد کمزورى شوى او د ژوند د لومړنيو توکو د اخيستلو لپاره پيسې نه لري.

د کابل یوه بل اوسېدونکي نوراغا ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو ورښتونو هوا سړه کړې او د هغو کورنیو ستونزې چې سرپناه نه لري، دوه برابره ډېرې شوې دي.

نور آغا وایي:

"په خدای باور وکړئ چې د شپې او ورځې یوه مړۍ ډوډۍ موندل راته اوس یو ارمان دی، کار نشته، عاید نشته، ماشومان د اغوستلو لپاره ګرمې جامې نه لري، په وږي نس ژوند ډېر ستونزمن دی او دې واورې زموږ ستونزې دوه چنده زیاتې کړې دي."

په ورته وخت کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې شاوخوا لس میلیونه اړمن کسان له مرستو بې برخې دي او ډېری یې د خوړو د چمتو کولو او د ماشومانو د ګرم ساتلو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د وروستیو معلوماتو له مخې، د ژمي سړې هوا د هغو افغانانو وضعیت خراب کړی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳،۷ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې دوی په پام کې لري چې ۱۷.۳ میلیونه وګړو مرستې ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG