د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

یوه ایراني چارواکي په کرمانشاه کې د افغان کډوالو په کار کولو بندیز لګولی


د ایران د کرمانشاه ولایت یوه څنډه
د ایران د کرمانشاه ولایت یوه څنډه

په ایران کې پر افغان کډوالو د هرې ورځې په تېرېدو د بندیزونو په دوام د ایران د کرمانشاه ولایت یوه قضايي چارواکي تازه د دغه ولایت د دولتي او خصوصي سکتور د کارونو مشرانو ته خبرداری ورکړی چې افغان کډوال په کار ونه ګماري.

د ایران مهر خبري اژانس د کرمانشاه د والي حمید رضا کریمي له قوله ویلي چې په دغه ولایت کې افغان کډوالو ته د کار د زمینې برابرل په قانوني څېړل کېږي او څوک چې دوی ته کار ورکوي جزا به ورکړل شي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، ډېری هغه افغان کډوال چې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته یې په دغه ولایت کې کار کاوه، پېژندلي او شړلي دي.

د حميد رضا محمدي په وينا، د روان کال له پيل راهيسې په کرمانشاه کې د افغان کډوالو د پېژندلو، نيولو او شړلو ١٣ پړاوونه ترسره شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د بې روزګارۍ د سترې ننګونې له امله له څو کلونو راهیسې کرمانشاه ته د افغانانو پر ننوتلو او کار کولو بندیز لګول شوی دی.

په کرمانشاه کې نیول شوي افغان کډوال
په کرمانشاه کې نیول شوي افغان کډوال

خو یو شمېر هغه افغان کډوال، چې په تېرو دوو کلونو کې دغه هېواد ته تللي د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي او وايي چې په څو ځلي له دندو ګوښه شوي او د کار خاوندان یې د ایران د حکومت له خوا جریمه شوي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د ایران حکومت نه یوازې په کرمانشاه بلکې د ایران په ټولو ولایتونو کې د افغان کډوالو پر کار بندیز لګولی دی.

د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری وايي: د ایران حکومت موږ ته ویلي چې له دې وروسته کار نه شئ کولى څو چې تاسو په قانوني توګه ځان راجستر نه کړئ.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یو امنیتي کارکوونکي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم یې واخیستل شي او اوس د ایران په کرمان ښار کې په یوه ساختماني شرکت کې کار کوي ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ په ودانیزو چارو بوخت یوو. په کرمان کې د ایران حکومت موږ ته ویلي چې له دې وروسته کار نه شئ کولى څو چې تاسو په قانوني توګه ځان راجستر نه کړئ. ایران ویزې نه ورکوي، په افغانستان کې د پاسپورټ ترلاسه کول ستونزمن دي. موږ ته ګواښونه کېږي. په افغانستان کې موږ امنیتي ستونزه لرو. که ولاړ شو کار هم نه‌شته، دلته کار شته د خپلې کورنۍ لګښتونه پرې پوره کوو."

د ایران په کرمان ښار کې یو بل افغان کډوال احمد ازادي راډیو ته وویل چې څو څو ځله له کاره ایستل شوی دی.

هغه وايي: "د افغانستان له سقوط وروسته ایران ته راغلم. په کرمان کې اوسېږم، په ساختماني کارونو بوخت یم. درې څلور ځله له دندې ګوښه شوی یم. د ایران حکومت ډېر افغانان له دندو ګوښه کړي دي."

په ایران کې یوه افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "د کمپ کارکوونکي او قاضیان راغلل او موږ یې له شرکت څخه وایستلو او حوزې ته يې انتقال کړو. زه د هغه صداقت له امله چې زه يې خيل کار سره لرم، د خپل ریيس په منځګړتوب بېرته خوشې شوم. دوی زما ریيس اته میلیونه تومان جریمه کړ، ویل یې چې نور نه شي کولای یو افغان په کار وګمارې."

ایراني چارواکو مخکې تر دې د ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو پر ورتګ بندیز لګولی و.

د دغه هېواد د کار وزارت هم ویلي، هغه افغان کډوال چې د کار جواز نه لري او یا هم موقتي کاري کارتونه نه لري په دغه هېواد کې د کار اجازه نه ‎لري او د کارونو ایراني مشرانو ته یې خبرداری ورکړی، هغه کډوال چې کاري جواز نه لري که په کار وګماري، جریمه به شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ټول ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان د استوګنې قانوني اسناد نه لري او د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبرداری ورکړی و چې دغه شمېر کډوال به له ایرانه وباسي.

د یادونې ده وروسته له هغه چې طالبان بیاځلي پر افغانستان واکمن شول، په لکونه افغانان د ګواښونو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG