د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د جبري کار لپاره بهر ته د افغان ځوانانو قاچاق او د څو قربانیانو کیسې


پر خطرناکو قاچاقي لارو له هېواده وتلي یو شمېر افغان ځوانان - تصویر له ارشیفه
پر خطرناکو قاچاقي لارو له هېواده وتلي یو شمېر افغان ځوانان - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جبري کار لپاره د انسانانو قاچاق مخ په ډېرېدو دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د ۲۰۲۲ کال د بشري قاچاق د نړیوال راپور په خپرولو سره زیاته کړه چې دغه قاچاق ډېری هغه کسان په نښه کېږي چې د کار د ترلاسه کولو په برخه کې نهيلي دي او د دروغو وعدو په ورکولو سره په نښه کېږي.

د دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې، افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د جبري کار لپاره د انسان قاچاق په کې عام دی.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان ځوانان وايي چې د قاچاق وړونکو په خبرو لمسېدلي او د ښه کار د ترلاسه کولو په هیله یې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته د تګ پر وخت په لاره کې ډېرې ننګونې زغملي دي.

دا هم پر قاچاقي لارو له هېواده وتونکي یو شمېر افغان ځوانان
دا هم پر قاچاقي لارو له هېواده وتونکي یو شمېر افغان ځوانان

له دوی څخه یو تن نادر اميري وايي چې په ترکيه کې د ودانیزو چارو کار کوي.

نوموړى وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ښه کار پيدا کولو په موخه دوه ځلې د قاچاق کوونکو له خوا غولول شوى.

هغه چې په قاچاقي ډول لومړى ايران او بيا ترکيې ته تللى، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ځکه راغلم، ترکيې ته چې اقتصاد مې خراب و، زه او څو ملګري مې د قاچاقبرانو په مرسته راغلو ترکيې ته، پولې ته تر رسېدو مې دوه ملګري مړه شول ، دوه یا درې ځلې مې و نه شو کولى چې له پولې تېر شم. وروستی ځل چې لاړم، تېر شوم او ترکیې ته لاړم."

د فراه ولایت اوسېدونکی ذبیح الله چې اوس په ایران کې مزدوري کوي وايي:

" کله چې زموږ موټر راورسېد، څراغونه یې ولږول، ويې ليدل چې هلته شپږ تنه وسله وال غله ولاړ وو، بله چاره یې نه درلوده، زموږ ټیوټا هم دوی ته نږدې ودرېده، غله ورغلل د بلې ټيوټا لوري ته هغه ټیوټا چې موږ په کې وو حرکت يې وکړ. ، غله دې خوا ته راغلل چې دوى ودروي، دوه نورې ټيوټا هم له بلې خوا راغلې، لنډه دا چې درې واړه وتښتېدې، او غلو هم په ټيوټا ګانو پسې فيرونه وکړل."

"يو ان او ډي سي" دا هم ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د هغو افغان کډوالو په شمېر کې چې د رژیم د بدلون او د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله اروپايي هېوادونو ته تللي، ډېر والى راغلى دی.

تر دې وړاندې یو شمېر کسانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زدکړو بندیز، د امنیت نشتوالی، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې بېلابېلو هېوادونو ته د غیر قانوني کډوالۍ لاملونه یاد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG