د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

په مزارشریف کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون او د خرڅلاو له کموالي شکایت


له ارشیفه د ښځینه لاسي صنایعو یو تصویر
له ارشیفه د ښځینه لاسي صنایعو یو تصویر

یو شمېر سوداګرې مېرمنې چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د "ام البلاد" په نندارتون کې یې برخه اخیستې، د خپلو توکو د خرڅلاو د بازار له کموالي څخه شکایت کوي.

د لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو دغه څلور ورځنی نندارتون د دوشنبې په ورځ د ښځینه او نارینه متشبثینو د اتيا غرفو په لرلو سره پرانیستل شو.

نظیفه چې د ښځينه سوداګرو او لاسي صنایعو د توليدونکو له ډلې ده، ازادي راډیو ته يې وویل:

"موږ نه‌شو کولای خپل کاروبار پرمخ یوسو. موږ لاسي صنايع، ګنډونه، لاس‌بندونه او غوږوالۍ لرو. زه له هند او پاکستان څخه کالي را واردوم، خو دلته زموږ لپاره د سوداګرۍ زمينه نه‌ده برابره. موږ غواړو چې دا ډول نندارتونونه جوړ شي، څو موږ پلور وکړو او خپل لاسي صنايع نړۍ ته ور وپېژنو."

د بلخ ولايت يوه بله ښځينه سوداګره او د لاسي صنايعو توليدونکې پښتنه افغان وايي د ښځينه‌و سوداګرو برخې ته د نارينه‌و د ورتلو د بنديز له امله يې پلور کم دى.

هغه زیاتوي:

"په مارکېټ کې نارینه او کورنۍ اجازه نه‌لري، یوازې مېرمنې کولی شي، له موږ څخه يو څه وپېري، دې کار ستونزې رامنځته کړې چې ډېر خرڅلاو نه‌لرو، سره له‌دې په بازار کې زموږ اتيا قلمه توليدات شته، موږ غواړو چې په راتلونکي کې هم ورته نندارتونونه جوړ شي. "

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

دوی د طالبانو له حکومت او ملاتړو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دوی د تولیداتو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې دننه او بهر د دوی د تولیداتو د خرڅلاو لپاره زمینه برابره کړي.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين هم د دغه ولايت د سوداګرو مېرمنو ستونزې تاييدوي او وايي چې په دغه نندارتون کې مېرمنو ته د خپلو توليداتو نندارې ايښودو په خاطر زياته ونډه ورکړل شوې ده.

د يادې خونې رئيس اسدالله اسدي ازادي راډيو ته وويل:

"په‌دې نندارتون کې د لويو او کوچنيو صنايعو د توليداتو تر څنګ د ښځو لاسي صنايع هم نندارې ته ايښودل شوي دي. موږ د دغه نندارتون دوه پر درې برخه ښځو ته ځانګړې کړې ده، دوی له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ځکه د دوی توليدات ښه بازار نه‌لري."

د "ام‌البلاد" په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو دا نندارتون د بلخ دسوداګرۍ او پانګونې خونې او د کانونو او صنایعو خونې له‌خوا او د کار د نړیوال سازمان (ILO) په مالي همکارۍ جوړ شوی دی.

د سوداګرو ښځو او د دوی د ستونزو په اړه مو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد وپوښتل، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو هغه مخکې ازادي راډيو ته ویلي و چې د دوی حکومت په افغانستان کې د ښځو په ګډون له ټولو کورنیو تولیدونکو ملاتړ کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر کار، زده‌کړو او نورو ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي فعالیتونو بېلابېل بندیزونه ولګول چې د ښځو په نندارتونونو کې د نارینه‌و پر ګډون بندیز د دغو بندیزونو یوه برخه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG