د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

طالبانو له اروپايي ټولنې د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کوکنارو کروندې

طالبانو له اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې د بديل کښت او معتادینو د درملنې په برخه کې دې د هغوی له حکومت سره همکاري وکړي.

په داسې حال کې چې د کوکنارو د بوټو ګلان غوړېدلي، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت اړولو، د دې کښت څرنګوالي، نشه يي موادو تولید، قاچاق او استعمال، د دوحې د غونډې له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي.

ويل شوي چې دا غونډه به د روانې ميلادي میاشتې پر اتلسمه او نولسمه نېټه په قطر کې جوړه شي.

د اروپايي ټولنې یو هيئت د توماس نيکلاسن په مشرۍ د طالبانو له حکومتي مقاماتو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی او هلته يې د طالبانو د حکومت له نشه يي موادو د مبارزې له معین سره په افغانستان کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په دې غونډه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې معین له اروپايي ټولنې څخه غوښتي، د معتادینو د درملنې او هغو بزګرو لپاره د بديل کښت په برخه کې د مرستو چمتو کولو په برخه کې د هغوی له حکومت سره همکاري وکړي چې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زیانمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ويل شوي، نیکلاسن په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمول ستايلي او د همکارۍ ژمنه يې کړې، خو تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز تحليلګر تیوډورا گروشکووا د افغانستان له بزګرو سره د مرستو په اړه ازادي راډيو ته داسې ويلي وو: "په راتلونکي کې د افغانستان له حاکم نظام سره مرسته د اروپايي ټولنې د هېوادونو فردي مسوولیت دی، ښايي هر دولت په دې برخه کې ځانګړې پرېکړه وکړي."

د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې داسې مهال پر خپل بریالیتوب ټينګار کوي چې د اروپايي ټولنې د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز په تازه څېړنه کې راغلي، که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو له دې هېواد څخه دباندې د تاریاکو قاچاق نه دی کم شوی.

په دې راپور کې راغلي چې دا تاریاک لومړی ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي، هلته د دې دوو هېوادونو مافيايي ډلې هيرويين ځنې جوړوي او بیا يې اروپا ته قاچاق کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان څخه دباندې د تاریاکو قاچاق مني، خو دا خبره هم کوي چې، دوی به د کوکنارو د کښت تر منع کولو وروسته د تاریاکو د قاچاقو مخنيوي ته پاملرنه ډېره کړي.

هغه زیاتوي: "موږ خپله هڅه کوو چې له نشه يي موادو سره د مبارزې کچه لوړه او په بشپړه ډول د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیول شي، خو دا کار ډېر وخت نيسي، ځکه زموږ امکانات لږ دي. موږ تر دې مهاله د کوکنارو د کښت منع کولو او ویجاړولو ته ډېر پام کاوه، خو تر دې وروسته به ان شاالله د نشه يي موادو د قاچاقو بشپړه منع کولو ته پاملرنه ډېره کړو."

د طالبانو حکومت داسې مهال د کوکنارو د بديل کښت او معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستو غوښتنه کوي چې دوه کاله کېږي په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع شوی دی، خو تر دې مهاله يوازې د امریکا متحده ایالتونه او جاپان د ملګرو ملتونو له لارې په دې برخه کې مرستي کوي، خو بل هيڅ هېواد نه دی حاضر شوی چې په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره په مستقیم ډول مرسته وکړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG