د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

ایراني چارواکي: څه باندې ۲۰زره بې‌اسناده افغان کډوال مو وایستل


ارشیف: له ایرانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له ایرانه یو شمېر ایستل شوي افغان کډوال

ایراني چارواکو تازه له دغه هېواد څخه د څه باندې شل زره بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام د ایران سرحدي چارواکو، د سلواغې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې د څه باندې ۲۰زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

ایسنا خبری اژانس د دغه هېواد د خراسان رضوی ولایت د سرحدي قوماندان مجید شجاع له قوله ویلي چې دغه کډوال د دوغارون له لارې ایستل شوي او د طالبانو حکومتي چارواکو ته سپارل شوي دي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې په‌دې وروستیو کې له ایرانه ايستل شوي، د دغه هېواد له پولیسو په شکايت سره وايي،‌ د بې‌کارۍ له امله ایران ته تللي وو، خو له بېرته ايستلو سره اوس بيا بې‌کاره شول.

د دوی له ډلې محمد حسن ازادي راډيو ته وویل، له یوه کال راهیسې يې په ایران کې د بلوکونو په جوړولو بوخت و او دوه اوونۍ مخکې د ایراني پولیسو له‌خوا ونيول شو او له دغه هېواده وايستل شو.

هغه وویل: "موږ په شهریار کې وو، له هغه ځایه له پولې واړول شولو. له اصفهان څخه مو د سرشمېرنې فورمې اخیستې وې او په شهریار کې ونه منل شوې. د شپې دولس بجې يې موږ له پولې واړولو. نهه تنه وو."

هغه وايي چې اوسمهال په افغانستان کې بې‌کاره دی او نه‌پوهېږي چې څنګه د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ملاتړ وکړي.

یو بل افغان کډوال هدایت الله چې په‌دې وروستیو کې له ایرانه ایستل شوی، ازادي راډيو ته يې وویل: "زه په ایران کې وم، شل ورځې کېږي چې له دغه هېواده وایستل شوم، د شپې یوه بجه او څو دقیقې وې چې پولیس راغلل، له کړکۍ مې ځان وغورځاوه او وتښتېدم، خو بالاخره یې ونیولم. هغوی زه ووهلم او هر څه پيسې چې راسره وې، راڅخه یې واخیستلې، کله چې زه افغانستان ته ورسېدم، هېڅ مې نه درلودل."

بل‌خوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوال چې ځینې یې د سرشمېرنې فورمې او یا هم قانوني اسناد لري، وايي چې له ستونزو سره مخ دي.

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

په ایران کې یوه افغانه کډواله نیکي تبسم وايي، په افغانستان کې د محدودیتونو له امله ایران ته تللې، خو په ایران کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: "په ایران کې زموږ لپاره ژوند ډېر ستونزمن دی، موږ افغانان دلته په قانوني توګه کار نه‌شو کولای او یا هم په کم معاش دروند او سخت کار موږ ته راکول کېږي. د سرشمېرنې پاڼې چې موږ ته راکړل شوي زموږ د درد نه دوا کوي او موږ نه‌شو کولی سیم‌کارت یا بانکي کارت ترلاسه کړو. ځینې وختونه دا فورمه په ښوونځیو کې د منلو وړ نه وي."

په ایران کې یو بل افغان کډوال حفیظ الله وايي: "موږ ایران ته پناه راوړې، کور او ماشومان مو دلته راويستل. د سرشمېرنې کارت لرو، خو تمديدولی يې نه‌شو. موږ په خپل نوم سیم کارت نه‌لرو، په خپل نوم د بانک کارت نه‌لرو، د یوه ایراني په نوم دي او هغه هم هره ورځ موږ ته خبرې کوي."

ياد کډوال په‌داسې حال کې د سرشمېرنې د اسنادو د نه تمديدېدو او نورو ستونزو په اړه شکایت کوي چې د ایران حکومت له‌دې مخکې خبر ورکړی و چې کډوالو د هغوی له ډلې افغان کډوالو ته به د ځیرک کارتونو وېش پیل کړي، ترڅو دوی ته د قانوني اوسېدو او نورو خدماتو لکه د بانکي کارتونو او سیم کارتونو د ورکړې زمينه برابره شي.

خو په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته ويلي، دوی نه‌شي کولای د ځیرک کارتونو لګښت ۱۰۰ میلیونه تومان چې له ۱۳۰ زره افغانیو سره برابر دي، ورکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د روان کال د ميزان مياشتې په لومړۍ اونۍ کې خبر ورکړ چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي او زیاته یې کړه چې د دوی د ایستلو بهیر به پیل کړي چې، له‌دې وروسته له ايران څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

که څه هم د ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه‌توب کوي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د پخواني جمهوري نظام له سقوط وروسته دغو هېوادونو ته د افغانانو کډوالي چې لامل يې هغوی امنیتي ګواښونه، بې‌کاري او بې‌وزلۍ بللې، چټکه شوې.

په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د نړیوالو سازمانونو له اندېښنو سره سره، د ایران او پاکستان حکومتونو له خپلو هېوادونو څخه د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG